وروستي خبرونه

حامد کرزی بیا ارګ ته راګرځي

545

 لیکنه: ایمل نیازی

د ولسمشر غني دوهمه دوره چې یوه برخه یې تېره ده، نوره به هم تر یو بریده په همدي جنجالونو کې تېره شي. خو کله چې بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي، نو هلته به د نوي موقت نظام په رامنځته کولو او یو داسي کس په واک ته رسولو خامخا خبره کیږي، چې افغان سیاستوالو او طالبانو دواړو لوریو ته د منلو وړ وي

پخواني ولسمشر کرزي د دې لپاره چې د سولې د راتګ په مهال یو ځل بیا د موقتي اداري مشر وټاکل شي، هڅي له پخوا پیل کړي وي. وخت په وخت یې د افغان سیاستوالو ترمنځ هم د منځګړي رول لوبول او د هغه ترڅنګ یې له طالبانو سره هم ښې اړیکي ساتلي. خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ولسمشر غني د ډېرو اشتبهاتو له امله د پخواني ولسمشر کرزي محبوبیت زیاتیږي. تېره ورځ د لويې جرګې په تالار کې چې کله دوو تنو اعتراض وکړ او د مسوولینو چلند ورسره له تاوتریخوالي ډک و.

ډېری فعالانو د پخواني ولسمشر کرزي حوصله ستایلي وه. نو په داسي حال کې چي د لويې جرګې له پای ته رسېدو سره سم بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي او په همدي مذاکراتو کې به یو ځل د موقت حکومت په رامنځته کېدو او داسي کس په مشر کېدو چې طالبانو ته هم د منلو وړ وي، خبره کیږي. خو د داسي حکومت د رهبري کولو چانس تر هر چا ډېر د پخواني ولسمشر کرزي دی.

ځکه نوموړی له یو خوا له افغان سیاستوالو او بل خوا طالبانو سره ښې اړیکي لري. خو په دې وروستیو کې د اوسني ولسمشر د ډېرو تېروتنو له امله خلک هم تر ډېره د پخواني ولسمشر کرزي د بیا راتګ انتظار کوي.

5 comments

  • شريف الله از کنړ

    August 8, 2020 at 12:53 PM

    خه به دا وى چى کرزى صاحب ته حکومت وسپارل شى

    Reply

  • دافغانستان اقلیتونه چی تاریخ کی دملت دملی منافعو دفاع کی هرنوعه قربانیانی ورکری نه دبی گناه افغانانو وینه تویه کری باید د مملکت اختیارات نورستانی قوم ته ورکری بایددموقت اداری اختیارات الحاج استاد مولاناسیدنعمت الله نعمت هاشمی ته ورکری شی

    Reply

  • نزيز ستوري

    August 9, 2020 at 12:19 AM

    کرزي صاحب محکي هم داټول غول لاړلي اوس يي بيا ماراغواړي

    Reply

  • اعجازاحمدزى

    August 10, 2020 at 12:26 AM

    وايي چې يو وار مې تېر باسې تا دې خداى اووهي او چې بيا مې تېر باسې نو ما دې خداى اووهي چې له دې وروسته هم افغانان نه پوهيږي چې زموږ روښانه اٸنده په چا کښې ده او څوک د يو ښه مستقبل المرجع ده ددې خاورې لپاره نو بيا دې الله سم وران کړي

    Reply

  • شاهین افغان

    August 10, 2020 at 11:39 PM

    دا څومره ناخوالې چې په افغانستان کې شته ، د دې ټولو مسوولیت د حامدکرزي په غاړه دی . هغه د خط له مخې لوستل نشي کولی. د چا خبره ناخوانده امضا کوي . کرزي د پښتنو د تباهي ، د طالب جوړولو او افغانانو د وژلو او خصوصا د دغو اوسنیو 400 بندیانو اصلي عامل او سبب دی .

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008