وروستي خبرونه

د سولې مشورتي لویه جرګه به په دوو ورځو کې د 4 سوه طالب زندانیانو برخلیک وټاکي:

د دغې جرګې غړو د جمعې ورځ د هغو 4 سوه طالب زندانیانو د برخلیک په اړه په کار پیل وکړ، چې دې وروستیو کې یې د خلاصون او نه خلاصون په اړه بېلابېل نظرونه او جنجالونه رامنځته شول. ولسمشر غني د دغې جرګې د پرانیستې وینا پر مهال وویل، پاتې څلور سوه طالب بندیان د د درنو جرمونو د لرلو له امله تر اوسه نه دي خوشې شوي

غني وايي، طالبانو ژمنه کړې چې د بندیانو له خوشي کېدو سره سم به درې ورځو کې خپلمنځي خبرې پیلوي. په ورته وخت کې مشورتي لويه جرګه بیا د یو شمېر هېوادوالو له سختو نیوکو سره هم مخ ده او ځیني يې د سولې خبرو د ځنډېدو په معنا بولي. د اساسي قانون له مخې د پاتې 4 سوه طالب زندانیانو خلاصون د ولسمشر له واکه پورته دی: ولسمشر غني د جرګې په پرانیسته کې وویل، ۴ زره ۶ سوه طالب بندیان يې د قانون په چوکاټ کې ازاد کړي او په خبره يې د پاتې ۴ سوه بندیانو د خوشي کېدو صلاحیت نه لري، چې مشورتي لویه جرګه به د دوی په اړه پرېکړه کوي.

غني وايي، طالبانو د ۴ سوه بندیانو له خوشي کېدو سره ژمنه کړې، چې په درې ورځو کې به له افغانانو سره خپلمنځي خبرې پیل کوي، چې د نه خوشي کېدو په صورت کې به طالبان تاوتریخوالي ته نور هم شدت ورکړي. نوموړی زیاتوي، د دوحې په هوکړه کې د پوره ۵ زره بندیانو خوشي کېدو خبره نه ده شوې، بلکې د نږدې ۵ زره بندیانو د خلاصون ویل شوي، خو په خبره يې طالبان اوس پلمي کوي او په پوره ۵ زره بندیانو کې پر مشخصو کسانو چې لویې جرمي دوسیې لري، د خلاصون ټینګار کوي.

د سولې مشورتي لويې جرګې او د ملي پخلایني عالي شورا مشر بیا وايي، د ۴ سوه بندیانو برخلیک ټاکلو په اړه مشورو ته اړتیا ده، څو تلپاتې سولې ته د رسېدو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړی شي. د سولې مشورتي لوي جرګې پرانیسته کې د ولسمشر غني د خبرو پر مهال اعتراض کوونکي له تالاره ویستل شول او د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن سره ان فزیکي برخورد هم وشو.

بل خوا مشورتي لويه جرګه بیا له سختو نیوکو سره مخ ده او د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا مشورتي جرګه بې ګټې او د وخت ضایع کول دي. د پخوانۍ مشورتي جرګې مشر عبدالرب الرسول سیاف، چې د اوسنۍ جرګې مشري يې عبدالله ته سپارلي، د جرګې له ګډوالو وغوښتل چې د هېواد په خیر او د افغان وژنې د درېدو پرېکړه وکړي.

د سیاف په وینا طالبانو سره مذاکرې ټیم ټاکل شوی او پر ولسمشر يې غږ وکړ، چې په هر قیمت وي هېواد کې وینه تویدنه بنده کړي. د مشورتي لويې جرګې جوړېدل بیا طالبانو د خپلمنځي خبرو د پیل پروړاندې ځنډ او د وخت ضایع بللی، خو امریکا، نړیوالې ټولنې او ځینو نورو هېوادونو يې هرکلی کړی دی.

یاده مشورتي جرګه به په دوه ورځو (جمعه او شنبه) کې به د پاتې 4 سوه طالب زندانیانو په اړه به په ګډه خپله پرېکړه وکړي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008