وروستي خبرونه

کندز کې د وریجو د پروسېس داسې کارخونه په جوړېدو ده، چې د دورجو په کېفیت کې ګاونډي هېوادونه چلینجوي

541

 یاده کارخونه د کندز ښار کې په شپږ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې په فعالیت سره به د یوه پلوه بزګران اقتصادي وده وکړي او بلخوا به زرګونه بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

بزګران وایي، سږ کال د دغې کارخونې څښتن ورته د زر جریبه ځمکو لپاره آزمایښتي تخمونه او کیمیاوي کوډ په وړیا ډول ورکړی، چې دوي ترې خوښ دي. د دغې کارخونې څښتن وایي، که د حکومت لخوا ورسره اړوندو برخو کې همکاري ترسره شي، په دې برخه کې به ګاونډي هېوادونه د کېفیت له اړخه چلنج کړي.

کندز چې په شمال کې د غلې د کندو لقب ګټلی، په دې وروستیو کې یې بزګرانو ګڼ مالي زیانونه لیدلي او په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي. اوس په دغه ښار کې یوه کارخونه په جوړېدو ده، چې د څښتن په خبره یې د کېفیت له اړخه به ګاونډي هېوادونه چلنج کړي.

کندوز ښار کې جوړېدونکې یاده کارخونه چې په شپږ جریبه ځمکه کې جوړیږي، په جوړېدو به یې نه یواځې اسانتیاوې رامنځته شي، بلکې ډېری بې کاره کسان به هم په کار بوخت شي. بزګران هم دغه نوښت هیله مند کړي او له سیمه ییزې ادارې غواړي چې د خصوصي سکتور سره مرسته وکړي. تر دې مهال به بزګرانو د شولو په پخلي کې د پخوانۍ ټکنالوژۍ کار اخیسته، خو د دغې کارخونې مسوول وایي، اوس به شوله مستقیم دوي په وریجو تبدیلوي چې کېفیت به یې د ګاونډيو هېوادونو له وریجو پورته وي.

د ده په خبره که حکومت ورسره همکاري وکړي، په دې برخه کې به هېواد د ځان بسیاینې تر کچې ورسوي. لوستي او بې روزګاره ځوانان چې د میاشتو راهسې په دغه کارخونه کې په کار بوخت دي وايي.

په دغه برخه کې ځايي مسوولین بیا یاده کارخونه یو ښه نوښت بولي. د دوی په خبره په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي. کندز کې لا هم شولې د پخوانۍ ټکنالوژۍ پر مټ په وریجو تبدلیږي. که چیرې په مسلکي شکل دغه شولې پخې نشې، ښایي د بزګر د کال زیار په دغه اور یا دیګ وسوزي، چې بیا به د ټيټ کېفیت له امله په پير کې هم ازرښت تر نورو څو برابره ټيټ وي.

خبریال : عبدالله ساحل / کندز

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008