وروستي خبرونه

د مشورتي لویې جرګې د کار له پیل وروسته هم پر یادې جرګې د یو شمېر مدني ټولنو نیوکې دوام لري

540

مرکز کابل کې یو شمېر مدني ټولنې یاده جرګه له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي، چې په وینا یې دغه ډول مسایلو کې د جرګې رابلل اساسي قانون کې شتون نه لري. د چارو یو شمېر څارونکي چې له پیله یې پر مشورتي جرګې د 330 میلیونه افغانیو له لګولو سره مخالفت درلود یادونه کوي، چې جرګې ته بلل شوي ډېری کسان د حکومت له لوري فرمایشي وربلل شوي دي.

خو د جرګې یو شمېر ګډونوال بیا یاده جرګه د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره اغېزمنه بولي. که څه هم د افغان حکومت له لوري د پاتې 4 سوه طالب زندانیانو خلاصون په اړه مشورتي جرګه افغان حکومت اغېزمنه بولي، خو یو شمېر د مدني ټولنو استازو بیا یاده جرګه فرمایشي وبلله.

د مدني ټولنو دغه استازي افغان حکومت کې یو شمېر کړۍ تورنوي، چې د شخصي ګټو لپاره یې د ملي مسایلو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. د دوی په خبره د بې وزلۍ په داسې سخته څپه کې چې کورونا د فقر کچه نوره هم لوړه کړې، له ۳۳۰ میلیونه افغانیو څخه ډېر لګښت هم د خلکو اندېښنې راپارولي.

د مدني ټولنو یاد استازي له حکومتي چارواکو غواړي، څو اساسي قانون ته ژمن او خپلې کړنې له دغه قانون سره له ټکره وساتي. خو د جرګې یو شمېر ګډونوال بیا یاده جرګه د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره اغېزمنه بولي. د دوی په خبره یاده جرګه به وکړای شي، چې دغې لانجمنې موضوع ته تر ټولو ښه حل لاره ومومي.

هېواد کې له لسیزو راهیسې جګړه روانه ده، چې د مهار لپاره یې څو وار ورته جرګې ترسره شوې، خو لا هم د جګړې ګرم سنګرونه نه دي ساړه شوي. دا به د شنبې ورځې په وروستیو کې معلومه شي، چې د جرګې ګډونوال د پاتې 4 سوه طالب زندانیانو برخلیک ټاکي، که نه؟ خبریال : وسیم تلاش / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008