وروستي خبرونه

پر مشورتې لوي جرګې د څه باندې 330 میلیونه افغانیو لګښت د خلکو له نیوکو سره مخ شوی

Sarvey

پر مشورتي جرګې د میلیونونه افغانیو لګښت باندې د چارو څارونکي نیوکې کړي او دا یې په اوسنیو سختو شرایطو کې چې د ولسمشر د وینا له مخې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د ولس له سرنوشت سره لوبه او خیانت دی.

یو شمېر پخواني طالب چارواکي هم وايي، چې د ۴ سوه بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره د جرګې رابلل د وخت ضایع کول او د سولې پروسې ځنډول دي، چې دا ګام د ولس له غوښتنو سره په ټکر دی.

د ولسي جرګې د ځینو غړو په خبره اوسني اقتصادي بحران کې په دومره لوړ لګښت د جرګې جوړېدل د ولس پر ستوني پښه کېښودل دي د ولسي جرګې رییس بیا یاده مشورتي جرګه د قانون سره په ټکر کې بللې ده.

د سولې مشورتي لويه جرګه، چې درې ورځې به دوام وکړ سبا د جمعې په ورځ جوړېږي، چې د دایرېدو لپاره ورته له ملي بودیجې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. په مشورتې لوي جرګې د میلیونونه افغانیو لګښت د شنونکو اندېښنې راپورته کړي، چې په خبره يې په داسې حالاتو کې، چې ۹۰ سلنه خلک فقیر دي د مشورتي جرګې جوړېدل بې ګټې، د وخت ضایع کول او خیانت دی.

د کارپوهانو په باور مشورتي لویه جرګه د بندیانو د برخلیک معلومولو واک نه لري او دا د ولس له ارمانونو سره لوبه او د سولې خبرو ځنډولو په مانا ده.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا یاده مشورتي جرګه له قانون سره په ټکر کې بللې. د دغې جرګې یو شمېر نور غړي وايي، په روان اقتصادي بحران کې د مشورتي لوي جرګې دایرول او بیا په دومره لوړه اندازه لګښت جفا او د ولس پر ستوني پښه کېښودل دي.

ولسي وګړي هم د مشورتي لوي جرګې له جوړېدو سره مخالفت ښيي او وايي، د جرګې دایرول د ولس په سترګو کې خاورې اچول او بې ګټې ده. د سولې مشورتي لوي جرګې د داېرېدلو کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه جرګه به درې ورځې دوام وکړي، چې په کې به ۳ زره ۲ سوه کسان له ۳۴ ولایتونو ګډون وکړي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008