وروستي خبرونه

یوازي دوه چاودنو بیروت په یوه جنګ ځپلي ښار بدل کړ؛ لامل یې څه وو؟

532

ژباړه: رحمت الله محمد

د لبنان چارواکي وایې چې په بیروت کې د لویي چاودني لامل هغه نیترات امونیم وو چې په بیروت بندر کې ساتل شوي وو. د نیترات امونیمو انبار یو خطرناک شیمیایي ترکیب ده چې له امله یې زیاتي خطرناکې پېښې رامنځته شوې دي. خو دا لا معلومه نده چې په بیروت بندر کې د نیترات امونیمو ۲۷۵۰ټنه انبار ولي ساتل شوی وو.

دوه ورځې وړاندې د اګسټ په ۴مه نیټه د لبنان په پلازمینه بیروت کې لویه چاودنه رامنځته شوه، چې د دې چاودني قوي څپو د پلازمیني په ګډون پراخه سیمه ولړزوله.

د المان ځمکپيژندني مرکز وایي چې د دې چاودني قوي څپو ځمکه د ۵/۳ ریښتر په اندازه زلزلي په څېر ولړزوله.

د دې چاودني له امله له سلو زیات کسان مړه شوي، او تر ۵۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي، همدارنګه د بیروت ښار د ښاروال په خبره چې تر دې مهاله دې چاودني تر ۱۵ میلیارده ډالره زیات زیان اړولی دی.

 

د لبنان لمړی وزیر حسن دیاب وایي: د دې پېښي لامل هغه ۲۷۵۰ ټنه نیترات امونیم وو چې له کلونو راهیسي په دې بندر کې له ساتندویه قوانینو پرته انبار شوي وو، او اوس یې د نامعلوم دلیل له مخې چاودنه وکړه.

د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن وایي چې ښاریان که کولای شي ښار دي پریږدي، ځکه د ده په خبره چې د چاودني خطرناک او مرګوني اثرات ښایي تر ډېر پاتي شي.

نیترات امونیم څه دي؟، او ولي خطرناک دي؟

نیترات آمونیوم (NH4NO3) بې رنګه او کرستال ډوله ماده ده چې د امونیاک او نیتریک اسید له ترکیب څخه جوړه شوي د،  چې په اوبو کې هم د حل کېدو وړتیا لري.

نیترات آمونیم د کوډ په شکل هم کاریږي، چې له نولسمي پېړۍ راهیسي یې دهقانان په کرنه کې د تولیداتو د ښه والي په موخه کاروي.

خو دا شیمیایي ترکیب زوروري چاودنې هم رامنځته کولای شي، نو له دې امله د چاودېدونکو توکو په ډول هم کاریږي.

د نیترات آمونیمو په سم ډول نه ساتل د هغوي د ګرمېدو او سوځېدو لامل کیږي.

دا ماده د سانتي ګراد په ۲۰۰ درجې کې په اکسید نیتروجن او اوبو تجزیه کیږي. نو له دې امله باید له اور او ګرمي څخه لرې وساتل شي.

له دې مادې څخه په چاودېدونکو توکو کې هم ګټه اخیستل کیږي، چې تر دوهمي نړېوالي جګړي پورې یې کارونه بیخې زیاته وه.

همدارنګه هغه راکټونه چې فضاء ته لیږدول کیږي هم له دې مادې څخه ګټه اخلي.

دا لمړی ځل ندی چې نیترات امونیم چاودنه کوي او دومره زیان اړوي، بلکې له دې مخکې هم داسې زیاتي پېښې رامنځته شوې دي:

په ۲۰۰۱م کال کې د فرانسي په تولوز کې د انبار جوړولو په یوه کارخانه کې د نیترات آمونیمو له امله چاودنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې ۳۱ کسان مړه شول.

په ۱۹۲۱م کال کې د آلمان په لودویک‌هافن بندر کې د شیمیایي موادو جوړولو په یوي کارخانه کې چاودنه رامنځته شوه چې تر ۵۰۰ یې زیات کسان مړه کړل.

په ۱۹۴۷م کال کې په یوې فرانسوي کښتۍ کې د ۲۳۰۰ ټنه نترات آمونیم چاودنه کې تر ۶۰۰ زیات کسان مړه شول.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008