وروستي خبرونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي د طالبانو له مشر ملا برادر سره کتلي

522

 قطر کې د وسلوالو طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي دیبورا لیون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي.

د ده په خبره دواړو لوریو په دغه ناسته کې د پاتې زندانیانو پر چټک خلاصون، د خپلمنځي خبرو په ژر پيلېدا او دافغان سولې پروسې اړوندو موضوعاتو خبري کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم له ملابرادر سره د افغان سولې او زندانیانو خلاصون په اړه ویډیويي خبرې کړې وې.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008