وروستي خبرونه

ټول هېواد لس میلیونه وګړو د کوېډ ۱۹ ناروغي تېره کړې ده

49

 د روغتیا وزارت موندنې ښيي، چې افغانستان ته د کورونا ویروس د رسېدو له پیله تر اوسه د هېواد د ټول نفوس له ډلې ۳۱،۵ سلنه خلک پر دې ناروغۍ اخته شوي او تېره کړې يې ده.

وزیر احمد جواد عثماني وايي، د کلیو او بانډو په پرتله د ښارونو اوسېدونکي تر ډېره په کورونا اخته شوي، چې د اخته وو له ډلې يې ۵۷ سلنه لویان او پاتې يې ماشومان دي. عثماني زیاتوي، په ټولو ولایتونو کې يې د سروې پر مټ ثابته کړې، چې په دې وروستیو کې د پېښو کچه په جدي ډول نه ده زیاته شوې.

افغانستان ته د کورونا ویروس له رارسېدو تر اوسه پورې د دې هېواد د ۳۲،۹ میلیونه نفوس له ډلې لس میلیونه خلک پر کوېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او دغه ناروغۍ يې تېره کړې ده. د عامې روغتیا وزارت موندنې ښيي، چې په ټوله کې ۵، ۳۱ سلنه افغانانو د کورونا ناروغۍ تېره کړې او که سپارښتنې مراعت نه شي د پېښو د ډېرېدو وېره شته.

وزیر جواد عثماني زیاتوي، ۲۷ سلنه د کلیو او بانډو او ۳۷ يې د ښارونو اوسېدونکو د کوېډ ۱۹ ناروغۍ تېره کړې ده، چې د ټولو اخته وو له ډلې ۵۷ سلنه يې د ۱۸ کلنو د لوړ عمر لرونکي کسان دي. د سروې موندنې ثابتوي، چې تر ټولو ډېر کسان په کابل او کم يې بیا دایکندي او غور ولایتونو کې په کورونا اخته شوي، چې خو دې وروستیو کې ولایتونو کې د پېښو کچه په جدي ډول نه ده زیاته شوې. د روغتیا وزیر جواد عثماني داسې مهال د تېرو اوونیو په پرتله ۷ سلنه د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په ثبت کې د کموالي خبره کوي، چې د پوهنتونونو له پیل سره اندېښنې دي، چې که روغتیايي سپارښتنې مراعت نه شي نو د کورونا پېښو کچه به لوړه شي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008