وروستي خبرونه

مشورتي جرګه د حق العبد بښلو واک نه لري

514

حقوقپوهان وایي، د پاتې ۴ سوه طالب بندیانو د برخلیک په اړه چې حق العبدي مسایل لري، مشورتي لویه جرګه یې د بښلو حق نه لري

په ورته وخت کې طالبانو د دې جرګې جوړېدل د وخت ضایع بللې او یادونه یې کړې، چې تر هغې به د سولې مخامخ خبرې پیل نه کړي، څو یې د هوکړې سره سم ټول بندیان ازاد نه شي. دغه جرګه چې په پام کې ده راتلونکې جمعه تر سره شي، د ملي امنیت شورا وایي، د امنیت لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

پخوانی طالب چارواکي بیا دغه جرګه یو اړخیزه او د وخت له منځه وړل یادوي. د امریکا طالبانو د دوحې سولې تړون سره سم د ۵ زره طالب بندیانو له ډلې یواځې ۴ سوه یې پاتې چې حکومت یې د حق العبدي مسایلو له امله نه خوشې کوي. له همدې امله ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د دوی د خوشې کېدو د واک نه درلودو له امله مشورتي لویه جرګه راغواړي څو د دغو بندیانو د خوشې کېدو او نه خوشې کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

له همدې امله د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب په ارګ د کابینې په ناسته کې د دې جرګې د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ او ویې ویل چې امنیتي تدابیر یې کلک کړي. دغه جرګه راتلونکې جمعه تر سره کیږي. که څه هم په لویو ملي مسایلو کې مشورتي لویه جرګه راغوښتل کیږي، خو حقوقپوهان وایي، د قانون له مخې دغه جرګه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو او نه خوشې کېدو حق نه لري. په ورته وخت کې طالبانو د دې جرګې په غبرګون کې ویلي چې دا د وخت ضایع ده او تر هغې به د سولې مخامخ خبرې پیل نه کړي چې د دوی ټول بندیان ازاد نه شي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، دغه جرګه یوه اړخیزه ده او وخت له منځه وړي. که څه هم د سولې خپلمنځي خبرو د پیل لپاره هیلې زیاتې شوې وې، خو د ۴ سوه طالب بندیانو چې د حکومت په وینا بهرني اتباع هم په کې دي، ځنډول او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي دغه خبرې له نا څرګند برخلیک سره مخ کړي.

خبریال : بهادرخان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008