وروستي خبرونه

له ملا برادر سره د پمپیو ویډیويي خبرې ښايي د سولې پروسې ته چټکتیا ورکړي

504

 وروسته له هغې چې ملا برادر او پمپیو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پر ژر پیل او د بندیانو پر خلاصون ویډیويي خبرې وکړې، د چارو یو شمېر څارونکي هیله مند شوي، چې ښايي دغه خبرې د سولې خنډنۍ پروسه چټکه کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکي، ملا عبدالغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ویډیوي کنفرانس له لارې د بندیانو پر خلاصون او د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو پر پیل خبرې ـ اترې کړي.

په دغو خبرو کې دواړو لوریو د خبرو پیل لپاره د پاتې بندیانو خوشي کېدل مهم بللي او پمپیو د اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی. بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې پروسې د اجماع پیاوړتیا لپاره يې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره دوه مشورتي ناستې کړي او د اجماع په اړه يې بحثونه کړي.

حکومت د راتلونکې جمعې په ورځ د ۴ سوه طالب بندیانو خلاصون په موخه مشورتي لویه جرګه راغواړي، څو د بندیانو خوشي کېدو یا نه خوشي کېدو په اړه پرېکړه وکړي، خو تازه ملا برادر او پمپیو د بندیانو پر خلاصون غږېدلي دي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، ملا عبدالغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یو ویډیوي کنفرانس له لارې د پاتې بندیانو پر خلاصون او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل خبرې کړي. دوی د خپلمنځي مذاکراتو پیل لپاره د بندیانو ازادېدل مهم بللي او ترڅنګه يې پمپیو د لوی اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اوربند له اعلانه هرکلی کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره يې د سولې اجماع پیاوړتیا په موخه دوه مشورتي ناستې کړي او د مشورتي لوې جرګې په اړه يې هم نظریات تبادله کړي.

د سولې خبرو څارونکي بیا زیاتوي، چې حکومت د مشورتي لوې جرګې په جوړېدو سره د سولې شته فرصت له لاسه ورکوي او د بندیانو خلاصون په اړه د جرګې دایرېدل بې ګټې دي. ولسمشر غني بیا له اختر وړاندې ویلي وو، چې ژر به د ۵ زره طالب بندیانو خوشي کېدو لړۍ بشپړه کړي او په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو وروسته يې دریځ بدل او د ۴ سوه بندیانو د خوشي کېدو واک يې مشورتي لوې جرګې ته ورکړ.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008