وروستي خبرونه

که کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه نه شي، خلک به د اوبو کمښت له ناورین سره مخ شي

494

 د اوبو متخصصین وايي، کابل ښار کې ورځې تر بلې د ځمکې لاندې اوبه کمېږي او که د اوبو تغذيې لپاره کوټلي ګامونه پورته نه شي ناورین به رامنځته شي. د اوبو د تنظیم ملي اداره هم مني، چې کابل ښاریان د څلوېښت ملي متره مکعبه د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، چې د اوبو د تغذیې لپاره به یوه طرحه عملي کړي.

د دغې ادارې مسؤلین زیاتوي، د جوړې شوې طرحې پر مټ يې ۲۱ د اوبو جذبي څاګانې جوړې کړي او په پلان کې لري، چې د ټولو حکومتي او عامه ودانیو د چتونو د باران اوبو راټولولو لپاره څاګانې جوړې کړي ترڅو د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي. د هر کال په تېرېدو سره هېواد او په ځانګړي ډول مرکز کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د ځمکې تل لورته ټېټېږي، چې خلک يې د اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ کړي دي.

د اوبو د برخې متخصصین او کابل ښاریان وايي، کابل ښار کې د اوبو له جدي ستونزه سره مخ دي او که ورته پاملرنه ونه شي، نو خلک به د څښاک پاکو اوبو له ناورین سره مخ شي، چې بیا به يې کنټرول د حکومت لپاره ګران کار وي. د اوبو د تنظیم اداره هم په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې اندېښمن کړې او زیاتوي، چې کابل ښاریان له څلوېښت ملي متره مکعبه اوبو له کمبود سره مخ دي. د اوبو د تنظیم ادارې مسؤلینو په خبره، د باران اوبو راټولولو طرحې له مخې يې ۲۱ د اوبو جذبي څاګانې جوړې کړي او په پلان کې لري، چې د ټولو حکومتي او عامه ودانیو د چتونو د باران اوبو راټولولو لپاره څاګانې جوړې کړي ترڅو د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي.

د اوبو د تنظیم ادارې د معلوماتو پر اساس په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه پورې د هېواد په ټولو هغو ولایتونو کې، چې د څښاک پاکو اوبو ستونزه په کې شتون لري د ۴ سوه ۵۰ واړه بندونه جوړولو ترڅنګ د شاه توت او شاه عروس بندونه هم جوړ کړي څو خلک له دې ستونزې خلاص شي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008