وروستي خبرونه

افغان جګړه نړۍ کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکې ده

493

 یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په لومړیو شپږو میاشتو کې که څه هم د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې، خو د ۳ زره ۴ سوه ۵۸ ملکیانو په مرګ – ژوبلې سره په دې هېواد کې روانه جګړه د نړۍ په کچه د ملکیانو لپاره تر ټولو وژونکې ده.

له همدې امله یوناما له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې خبرې پیل کړي. د مدني ټولنې استازیو هم د جنګ پر ښکېلو غاړو د اوربند او د سولې خپلمنځي خبرو د پیل غوښتنه وکړه. یونما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په لومړیو شپږو میاشتو کې که څه هم د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې خو د ۳ زره ۴ سوه ۵۸ ملکیانو په مرګ ژوبلې سره په دې هېواد کې روانه جګړه د نړۍ په کچه د ملکیانو لپاره تر ټولو وژونکې ده.

له همدې امله یوناما له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې خبرې پیل کړي. اوس مهال د سولې خبرو پر وړاندې د خنډ دوه ښکاره لاملونه چې د دوحې سولې تړون له مخې د ټولو منل شویو بندیانو نه ازادېدل او د جګړې شدت دی، دي.

که څه هم طالبانو د تخار او کندز ولایتونو کې ۳۷ حکومتي بندیان ازاد کړي او حکومت هم له هغو نږدې شپږ سوو بندیانو ۵۰ یې ازاد کړي چې په نه خوشې کېدو یې ټینګار کړی و. خو لا هم دغه لړۍ سسته روانه ده او هره ورځ جنګ له خلکو قرباني اخلي. خو د مدني ټولنې غړي پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې د سولې خپلمنځي خبرو پر وړاندې پراته خنډونه دې لرې او د اوربند په کولو سره دې ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي.

له دې وړاندې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي و که حکومت یې پنځه زره ټول بندیان ازاد کړي له اختر وروسته به سمدلاسه د سولې خپلمنځي خبرې پیل کړي.

خبریال : بهادرخان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008