وروستي خبرونه

هلمند کې د ملي اردو یوه بلک هاک چورلکه غورځېدلې

487

د والي ویاند عمر ځواک پېښه تاییدوي او وایي، چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه بلک هاک چورلکه غورځېدلې، خو د مرګ ـ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. بل خوا بیا ځینې امنیتي سرچیني وایي، چې یاده چورلکه د حکومت مخالفه وسلوالو له لوري ویشتل شوې، چې یواځې یو پیلوټ یې وژل شوی او نورې عملې ته یې زیان نه دی رسېدلی.

د یادې چورلکې د ویشتو په اړه تر اوسه د حکومت کومې مخالفه وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي. دا په داسې مهال ده چې څو مياشتي وړاندې هم په کجکي کې هغه قراردادي الوتکه ويشتل شوې وه چې هلته‌یې محاصره شویو سرتېرو ته اکمالات کول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008