وروستي خبرونه

طالبانو د نړۍ په کچه تر ټولو ډیر وسلوال بریدونه تر سره کړي

489

د مریلنډ پوهنتون د ترهګرۍ د مطالعاتو څانګې معلومات ښیي، چې افغانستان کې د دې وسلوالې ډلې بریدونو کې ډیروالی راغلی دی.

د یاد پوهنتون د ډیټابیس مشره ایرن مېلر وایي، د تیرپه نسبت د وسلولو طالبانو په بریدونو کې دپام وړ ډیروالی راغلی چې له دې سره یې بریدونه دوه سلنه ډیر شوي او د تلفاتو کچه هم د تیر به نسبت ۹ سلنه لوړه شوې ده.

نوموړې زیاتوي، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې دجګړې پر ډګر اغیز نه دی کړی او د افغانانو هیلې لا پرخپل ځای پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیوکې جګړې یوځل بیا شدت اخیستی، د ګڼو ولسي وګړو په زړونو کې یې اندیښنې را ولاړې کړي دي. دوی له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې ژرترژره دې د خپلمنځي خبرو پروړاندې لارهوار او مخامخ خبرې پیل کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008