وروستي خبرونه

امریکایي ځواکونه دې د هوکړې له مخې په ټاکلي وخت له افغانستانه ووځي

488

قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر ویلي، چې که امریکایي ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وځي نو دوی به په نویو لارو غور وکړي.

د ملا برادر په خبره دوی له امریکا سره هیڅ پته هوکړه نه لري او د شته هوکړې له مخې دې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

نوموړي ویلي، چې دوی د واک د انحصار نیت نه لري، خو په افغانستان کې به یو اسلامي نظام جوړوي. همداراز ملابرادر په ټینګار سره ویلي، چې افغان حکومت دې د ټاکلي لیست سره سم د دوی بندیان ازاد کړي په وینا یې دوی په یاده برخه کې نوی لیست افغان حکومت ته نه سپاري. دا په داسې مهال ده، چې په دې ورستیو کې د ښکیلو لوریو تر منځ د بندیانو د تبادیلې پر سر اختلافات رامنځته شوي وو، چې د ځینو سرچینو په وینا افغان حکومت د طالبانو د پاتي هغو شپږ سوو بندیانو له ډلې چې حکومت یې پر نه خوشې کېدو ټنګار کاوه تېره ورځ پنځوس تنه ازاد کړي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008