وروستي خبرونه

ولي له ډاکټر فضلي سره مخالفتونه کيږي؟

485

 لیکنه: شريف الله ناصري

دا چې له مودو راهيسي مو د قدرت انحصار له تنظيمي، سمتي او ولسي ټېکه دارانو سره دی نو همدا لامل دی چې دا حلقې ځینې د کار او زيار څېرې نشي زغملای، د همدې قدرتي انحصارګرو مالومه حلقه وه چې پخوانی ولسمشر کرزی صېب او اوسنی ولسمشر غني يې په لومړۍ دوره کې دومره منحصر ساتلي وو چې ان د ولايتونو له سقوطه به يې هم نه خبرول.

د واک غوښنه برخه د يوې جنګې ډلې(جمعيت) په لاس کې وو. جهاد او مقاومت يې د مشروعيت لایسنسونه وو. نابالغه ماشومان يې آن تر جنرالۍ رسيدل. په پښتنو کې هم هغه د ګوتو په شمار بزدله او کمزوري پښتانه په لومړۍ دوره کې د ولسمشر ترڅنګ وو چې نه يې مشوره ورکولای شوه او نه يې د ملت په خیر کومه خبره په جرئت پوره وه.

بس د پښتنو په سهمونو ناست کميشنکاران وو، ولسمشر او اداره يې دومره بدنامه کړې وه چې تر ملاقاتونو يې هم خوږ جنګي کوله. د ډاکټر فضلي په راتګ ولسمشر ته ډېر حقايق تر کاري مېزه ورسېدل.

خيالي تشکيلات او ادارې په عملي تخنيکي کادرونو سنبال شوې. د ولسمشر له څنګ نه د ډېرو هغو خلکو کډې بار شوې چې نه د کېفيت حساب پرې کېده او نه د کميت. ډاکټر صېب فضلي ته ډیری جنجالونه او مخالفتونه کمپاين جوړ کړل، ډېر هغه خلک او مشران چې د کمپاينونو ټيکه داران وو د لوړو امتيازاتو غوښتلو له امله حاشيه کې پاتې شول.

بله ډله هغه جهادي مشران وو چې اتلس کاله يې د سياست او کمپاينونو ټېکې لګولې وي چې له کمپاين خلاصون سره به يا خپله او يا به يې ځامن د وزارتونو او ولايتونو مستحق بلل چې د فضلي صېب او ټيم په طرحه کې يې انحصاري او فرد محوره کمپاين او کمپاينرانو ته ځاې نه وو.

کمپاين مطلقآ ولسي شو چې د لسګونو کمپاينرو دفترونو د جوړېدو لامل هم همدا وو چې هرسړی او طبقه په کمپاين کې خپل ځان وګوري چې پدې کار د ډيرو انحصاري سياسي سوداګرو تصنوعي رنګ لا پيکه شو. دا چې يو شمېر ځوانانو له کمپاين وړاندې غټې،غټې ژمنې او خبرې ولسمشر او ټيم ته کړې وې، نو چې وخت يې راغی او ثابت يې نه کړاې شوې نو ضرور خبره ده چې د پاتې راتلو له امله باید د کار د اجرا لپاره بل با انرژي کاري ګروپ رامنځ ته شي.

تاسې يې په اوس وخت کې کتلای شئ؛ د چارو اداري کارونه او ټولو هېوادنېو مسايلو ته لاسرسی چې څومره په زيرکتيا پرمخ وړل کيږي، عملي بېلګې دي. د ارګ د تېرې دورې او اوسنۍ دورې کاري ټيم وګورئ او پرتله يې کړئ، څومره علمي او مسلکي دی؟، مونږ خلک ولې دومره ذليل شولو چې خپلو کې سره نشو زغملی، د صادق مدبر او رحيمي وخت مو ولې هېر شو؟ چې ان چا په دروازه کې نه پرېښودئ، اوس مهال د چارو ادارې د ارګ تاريخي برم را ژوندی کړ.

له وزارتونو او ادارو سره همغږي، کاري راپور اخيستل او د کړنو کاري تعقيب له تېرو شلو کلونو راهيسی لومړی نوښت دی، دا چې يو شمير عقديان او انحصارګر حاشيې ته شوي نو اوس يې هر رنګ هڅې پېل کړي تر څو مو ځوان کادرونه بدنام او له صحنې لرې کړي. دا دومره جالبه خلک دي چې په خپله کينه کې ترې ملي ګټې او عام المنفعه ښېګڼې هېرې دي، چې يو مثال يې ګمېری دی.

ګمېري دښته چې له پېړیو راهيسې شاړه پرته ده او ځیني برخې يې د زورواکو کورنېو غصب کړې هېڅوک يې يادونه نه کوي، اما اوس چې پرې د ختيځ د پرمختګ لپاره هوايي ډګر پېل شوی داسې خلکو يې هم مخالفت پیل کړې چې د ګمېري موقيعت څه چې هغه اراضي يې هم ورته نه ده مالومه. په څومره ځمکه چې هوايي ډګر جوړيږي همدومره ځمکه(4000) څلور زره جريبه پکې د يوه قومندان ورور غصب کړې، هيچا غږ هم ونکړ.

خو دا چې د دې هوايي ډګر پرانسته د فضلي په مشرۍ شوې، بس نو دې جنابانو ته خداې ج ورکړه.

ښاغلی تراب ريښتيا وايي:

خلکو ساتلي لاتراوسه بې ويښتو سرونه …….. پښتنو ومو خوړل خپله د سړو سرونه

يو لوری ندی، له ډاکټر فضلي سره د بدبينۍ ټولې خبرې د شخصي ګټو او ځان غوښتلو په بنياد دي. جمعيت يې ځکه نشي زغملای چې يو لوستی، با درکه او پرکاره پښتون ځوان د ولسمشر په څنګ کې دی، چې ټولو ملي او سیيمه ييزو موضوعاتو ته متوجې وي.

يو شمېر په نامه پښتانه چې اراده يې لرله تر څو هرڅه په خپلو ګټو وڅرخوي، ولسمشر د دوی په واک وي، تور ته به سپين او سپين ته به تور وايي، له ادارو او ملي پانګوالو به د تېر په څېر باجونه اخلي، بس چې څه يې خوښه وي کوي به يې، هغه څه اوس نشته او نه ځای لري.

نو دې خلکو اوس شروع کړې، په يو شکل نه يو شکل غواړي چې داسې ځوان مديران بدنام او له صحنې وباسي چې تر څو دوی او د دوی شريکانو ته میدان خالي شي، چې بيا ولايت سقوط کوي او ولسمشر نه وي خبر، چې بيا د دفاع وزارت د چمن د پچو درې سوه ميلونه افغانۍ بېل تېرشي.

دا ټوله بدنامي او مخالفتونه د سيستماتيک انحصار لپاره دي، نه د وطن لپاره.

 

5 comments

  • همدرد

    July 27, 2020 at 3:43 AM

    سلامونه او نیکې هیلي
    ستاسو په لیکنه کې څو خبري دي. اول آیا تاسو د فضلي سپیناوي کوئ او که هغه له پخوانیو چورواکانو او د چورواکانو له لاسپوڅو سره پرتله کوئ؟
    دوهم: که فضلي واقعا ښه کار کړي وي، نو یو څو بیلګې به مو ښکاره کړي وي. عمومي خبري او مثالونه هر څوک ورکولاي شي.

    Reply

  • ګل محمد

    July 27, 2020 at 1:10 PM

    داسې سپين چرګ دي تري جوړ کړي داسې هم نده لکه تاچي تري جوړ کړي چي هرچه دغه ځمکه غصب کړي وي بايد همدغه حکومت يي مخه ونیسي داسي نده چي نور افغانان دننګرهار لپاره هوايي ميدان نه خواخوي جوړ دي شي خو کومه بله ساحه کي ګمبيري دښته دي يواځې کرکيلې ته پريښودل شي چي پدي سره به زرهاوو افغانانو ته د کار زمينه او هیواد به مو یو څه دزراعت له پلوه يو څه ښه شي.

    Reply

  • فضل مخلص

    July 27, 2020 at 9:08 PM

    له نجیب آزاد یې په اړه وپوښتئ

    Reply

  • خان لالا

    July 28, 2020 at 12:34 AM

    بلکل بلکل بلکل تا ټول حقايق ليکلي ، خداي خوار نکړه ،پدې تبصره ، او ژوندون خو ځکه په مرګ حساب شو چې دغه بې خلتې پيرونه يي هم نشر کړي ،
    دا په تيرو شلو کلونو کې تر ټولو قيمتي انتخابات وو ، دا ځکه چې مدیریت يي فضلي کولو
    يوه رايه په ۵۰۰ ډالره اشرف غني ته تمامه شوي ده ،
    دوه لکه رايي مطلق جعلي وې او ځان ئي په زور پاچا کړو ،
    نو انتخاباتو ته څه ضرورت وو؟
    ټولې يي ۷ لکه رايې اخيسي، دا ځکه چې ته وايي چې کمپاين يي ولسي کړو ،
    ټول پښتانه يي بې صلاحيته کړل ، وليکه يو هزاره ته مخ ور اړولې شي . پداسې غلا يي شروع کړي ده لکه بسم الله خان محمدي د ميږو پچې هم غلا کوي، ورک يي کړه سړيه ، ته خو يا خبر نه يي او برات ورکړی ، هغې ته نيږدې يي په کوم دريم څلورم بست به کار کوې ….

    Reply

  • شاهین افغان

    July 28, 2020 at 2:44 AM

    په هوایي میدان کې به هم زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي . د ننګرهار مېوې او کرنیز حاصلات او نور تجارتي مالونه به په لږ وخت کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیږي . ننګرهاریان به په لږ وخت کې د هېواد نورو برخو ته لکه مزارشریف ، کابل ، کندهار ، هرات او … ته او همدا راز د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د دې میدان له لارې مصؤن سفرونه کولای شي. په هر حالت سره له کرنیزو حاصلاتو نه د ترانسپورتي او صنعتي تولیداتو عاید څوچنده زیات دی.

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008