وروستي خبرونه

افغان حکومت په خوست کې ۳۹ وسلوالو طالبانو ته د مرګ ـ ژوبلي اړولو ادعا کوي

460

ملي دفاع وزارت وايي، چې وسلوالو طالبانو د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اړوندو دوه مندې او سور کلي سیمو کې پر ملي امنیتي ځواکونو د بريدونو پلان درلود او غوښتل يې چې د خوست مرکز څخه موسی خيلو ولسوالۍ ته تللې لار په بمونو والوزوي او د ملکي او نظامي وسايطو پر مخ يې وتړي.

د وزارت په وینا چې افغان امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د وسلوالو طالبانو د څلور قومندانو په کډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۱ نور يي ټپیان کړي دي. وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د دغه غبرګون په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008