وروستي خبرونه

خلیلزاد په افغان سوله کې ایران په ناغیړۍ تورن کړی

459

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې ایران په افغانستان کې سولې ته د رسیدو په برخه کې لازم ملاتړ نه کوي.

نوموړي د امریکا دسولې انستیتوت په آنلاین غوڼده کې چې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان سفیرانو پکې برخه درلوده د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلیتوب ته په اشاره ویلي، چې ایران د افغان سولې له بهیر څخه لازم او کافي ملاتړ نه دی کړی.

نوموړي د افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزرات مرستیال وروستي سفر او د هغه وینا ته په اشارې ویلي، چې عباس عراقچي په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځوانو حضور ورته د منلو نه دی په خبره یې دا په دې مانا دی چې نوموړی غواړي څو امریکا افغانستان کې پرته د سولې له تامینیدو ووزي او په وینا یې دا په خپله د جنګ د دوام په مانا دی. د خلیلزاد په خبره له افغانستان څخه د امریکایي خواکونو وتل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په عملي کیدو پورې تړلې ده.

په دغه غونډه کې د قزاقستان سفیر ارژان قاضیانوف د افغانستان ثبات د منځۍ آسیا لپاره مهم یاد کړی او په وینا یې امریکا له افغانستان څخه باید په مسوولانه ډول ووزي.

په واشنګټن کې د ازبکستان سفیر جولان وکاوبوف هم ډاډ ورکړی،چې هیواد یې چمتو دی څو په سمر قند کې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008