وروستي خبرونه

افغان حکومت دې د سولې وروستیو کړنو او د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د تاسیساتو جوړولو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

458

 د ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل د یوې خبري ناستې پرمهال پر افغان حکومت نیوکه وکړه، چې وروستیو ګمارنو کې یې داسې کسان هم ګمارلي، چې د پاکستان د څارګرې ادارې لپاره کار کوي.

د ده په خبره د هېواد په اداراتو کې ورځ تر بلې د پاکستان د اي ایس اي مامورین د پرمختګ په حال کې دي، خو د مخنیوي په برخه کې یې حکومت ناپامه دی. نوموړي په خبري ناسته کې پر افغان حکومت نیوکه وکړه، چې د پاکستان له لوري پر وروستیو بریدونو او تاسیساتو جوړولو یې خاموشي خپله کړې.

د رحمت الله نبیل په خبره د دغو تاسیساتو جوړولو او بریدونو کولو په اړه دې افغان حکومت ولس ته وضاحت ورکړي. نبیل د افغان سولې په برخه کې پر زلمي خلیلزاد هم تور پورې کړ، چې د سولې روانې هلې – ځلې یې په لوی لاس پېچلې کړي دي.

نوموړي د ښکېلو غاړو ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې له دواړو لوریو غوښتنه وکړه، چې د سولې راتلو لپاره دې خپله لاس په کار شي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008