وروستي خبرونه

د روغتیا وزارت او ولایتي ځیني غفلت کوونکي چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي
????????????????????????????????????

457

 د پلټنې اداره وايي، د دوی پلټنو ښودلې، چې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولایتونو ته په ځانګړې شوې بودیجه کې پراخ فساد شوی، چې له بشپړې پلټنې وروسته به ځیني چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي. دغې ادارې پاکستان ته د ساه لنډۍ دستګاوو قاچاق هم رد کړ او زیاته يې کړه، چې د دوی پلټنې لا دوام لري، خو د وینټلاټورونو قاچاق تورونه بې اساسه دي.

دې وروستیو کې د وینټلاټورونو د قاچاق سربېره د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شویو پیسو کې له فساد څخه بې شمېره شکایتونه شوي دي. د مرکز کابل په ګډون ټولو ولایتونو ته د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړو شویو پیسو باندې په لوړو بیو د وسایلو پېرل او د ۳۲ ساه لنډۍ دستګاوو پاکستان ته قاچاق هغه څه دي، چې خلک يې اندېښمن کړي او په کې له فساده سرټکوي. د پلټنې اداره وايي، د کورونا ویروس ضد مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په لګښت کې پراخ فساد شوی، چې د پلټنې له بشپړېدو وروسته به غفلت او ناوړه ګټه پورته کوونکي د روغتیا وزارت او ولایتي یو شمېر چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.

غزال حارس زیاتوي، چې د ټولو مرسته شویو ساه لنډۍ دستګاوو له ډلې يې ۵۶ وینټلاټورونه تشخیص کړي او لا هم پلټنه روانه ده ترڅو معلومه کړي، چې پاکستان ته قاچاق شوي که نه، خو تر دې دمه يې پلټنو ښودلې، چې وینټلاټورونه نه دي قاچاق شوي.

د پلټنې ادارې د مشرې په وینا څلورو ولایتونو کې يې د فساد د ادعاوو پلټنه کړې، چې یو شمېر ادارو د معلوماتو په ورکړه کې ورسره ناغړی کړی، خو د ټولو ادارو پر مسؤلینو غږ کوي، چې په ۳۰ نورو پاتې ولایتونو کې هم د پلټنو پرمهال ورسره مرسته وکړي ترڅو ولس فاسد کوونکې څېرې او حقیقت په ډاګه کړي.

خبریال : نذیر شینواری کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008