وروستي خبرونه

هېواد کې د کورونا ویروس تازه 48 مثبتې پېښې ثبت شوي

456

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره یوه شپه ورځ کې د کورونا ویروس 48 مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر 36 زره 36 تنه پورته شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبره په تیرو 24 ساعتونو کې 22 تنه مړه شوي دي، چې ورسره ټول هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر 12 سوه 47 تنو ته ورسید. په همدي موده کې بیا له دغه ویروسه 220 تنه نورو روغون موندلی، چې دې سره په هېواد کې د ټولو جوړو شویو کسان شمېر ۲۴ زره ۷۹۳ تنو ته پورته شو.

د عامې روغتیا وزارت پر خلکو غږ کړی چې په راتلونکي لوي اختر کې روغتیايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. د وزارت د مسولینو په خبره چې اوس هم د کورونا ویروس خپرېدو ګواښ شته او خلک دې په لوي اختر کې د کوچني اختر تېروتنې نه تکراروي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008