وروستي خبرونه

ملي امنیت شورا وايي، وسلوالو طالبانو په تېره اوونۍ کې ۱۹۳ ملکیانو ته مرګ – ژوبله اړولې

455

 د ملي امنیت شورا په خبره وسلوالو طالبانو د تاوتریخوالي په دوام تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې 4 سوه او یو بریدونه کړي، چې له امله يې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور يې ټپیان کړي دي. د دوي په وینا د دغې مرګ – ژوبلې ډېره برخه په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې اوښتې.

دوي زیاتوي چې د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده، خو تور یې پورې کړی، چې وسلوالو طالبانو د ملکي وګړو مرګ –ژوبلې ته دوام ورکړی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا د دغو ادعاوو په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په کراتو د ملکي مرګ – ژبلې پړه پر افغان حکومت او مېشتو بهرنیو ځواکونو اچولې ده.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008