وروستي خبرونه

نجیب آزاد د ولسمشر غني د کمپاین جالب رازونه افشا کړل

454

لیکنه: ایمل نیازی 

نجیب آزاد چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټیم د دارالانشاء رئیس و، تیره ورځ یې له کابل نیوز سره په خبرو کې د دې ټیم نوي او جالب رازونه افشا کړل.

نجیب آزاد وویل، د ولسمشر غني د کمپایني ټیم ټول صلاحیتونه له فضلي سره و، همدارنګه مالي کمیټه هم یوازي او یوازي د ولسمشر د پخواني سلاکار او د چارو اداري د اوسني رئیس فضل محمود فضلي له کورنۍ او خپلوانو څخه تشکیل شوي وه. نوموړي زیاته کړه، چې له ولسمشر سره د ملاقات برابرولو یوازینۍ لار فضي و.

زه (نجیب آزاد) چې د کمپاین دارالانشاء رئیس وم او عمر داودزی چې د دې کمپاین عمومي رئیس و، موږ له ولسمشر سره نشوای کتلای او نورو کسانو ته مو هم ملاقات نشوای برابرولای. آزاد وايي، هېڅ نه پوهیږي چې د ولسمشر په کمپاین کې به څومره پیسي مصرف شوي وي، خو یوازي او یوازي یې په مجلسونو کې اوریدلي چې د ولسمشر غني په کمپاین کې ۲۰۰ میلیونه ډالر مصرف شول. د دې کمپاین د دارالانشاء رئیس نجیب آزاد وايي، ځکه له پيسو خبر نه و، چې دا هر څه د فضلي په لاس کې و.

داودزی چې د دې کمپاین عمومي مشر و، هغه هم د خپل دفتر مصارف په ډېر مشکله تر لاسه کول. نجیب آزاد وايي، مطمین یم، چې له دې دوه سوه میلیونه ډالرو څخه به یوازي پنځه سلنه پیسي پخپل ځای لګیدلي وي او نوري ټولي په لوړه کچه ورکي شوي. هغه د بیلګي په توګه د دولت جوړونکي ټیم د لوګو یادونه کوي، چې د فضلي د ګروپ له لوري په ۳،۵ میلیونه افغانۍ کوم شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي وه، خو زما میرمن د ناروغۍ په حالت کې بغیر له کوم لګښت څخه جوړه کړه.

همدارنګه د کال سینټر لپاره د فضلي د ګروپ له لوري ۱۲۵ سوه زره ډالر ځانګړي شوي و، خو ما هغه کار یوازي په ۶۹۰۰۰ افغانۍ وکړ. دا هغه بیلګي دي چې فضلي په کې د فساد نیت درلود. هغه زیاتوي چې ولسمشر ټول صلاحیتونه یوازي فضلي ته ورکړي و او یوازي د فضلي خبره یې منله.

آزاد وايي، کله چې موږ په پکتیا کې د غونډي لپاره دوه اونۍ آماده ګي ونیوله او د غونډي ورځ مو وټاکله. فضلي هغه ورځ ولسمشر غني ته مشوره ورکړي وه، چې یوه ورځ خپل سفر وځنډوي. کله چې موږ له خلکو سره بې وعهدي شو، نو په دوهمه ورځ د پکتیا غونډه ناکامه شوه.

د آزاد په خبره کېدای شي د فضلي موخه دا وه، چې تیر ځل ولسمشر غني ته پکتیا تر ټولو ډېري رايه ورکړه، خو فضلي غوښتل دا ځل مشرقي تر پکتیا مخکي شي. آزاد وايي، د پکتیا په غونډه کې یې څه کم درې میلیونه افغاني مصرف شوي، خو د هرات په غونډه کې برعکس فضلي ۹۲ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

2 comments

  • محمد فاروق همت

    July 25, 2020 at 10:25 PM

    دمحترم نجيب ازاد له څرګندونو څخه معلوميږي چي ولسمشر څخه او ددولت جوړونکي ټيم څخه هغه واقعي او قوي کمپاينران. چي په هيواد کي يي کمپاين په پوره امانت داري ورته ترسره کړ او د ولس رايه يي ورته راخپله کړه ، هغه ورو ورو له دي ټيم فاصله نيسي ، ولسمشر بايد د ټيم ٰپوه او وړ اشخاصو ته توجه وکړي
    او بل داچي داسي څوک پيژنم چي شپږ څلويښت جلسي يي کمپاين په منظور ترسره کړي او وړ ، صادق او مدبر شخص دي ، خو ولسمشر او دولت جوړونکي ټيم ورته هيڅ توجه ندي کړي او بايد په ښه موقف کي دنوموړي استعداد څخه ګټه اخستل شوي واي
    افسوس پدي حال
    ايا داسي پر نفوذه څهري به بيا لپاره ددي ټيم او د ولسمشر خوښ کانديد لپاره غونډي ونيسي او کمپاين کي به ورسره يو ځاي شي؟

    Reply

  • نعمت الله

    July 26, 2020 at 10:00 AM

    سړی څه ویایی
    په چا اعتبار وکړي

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008