وروستي خبرونه

ډېر امکان لري، چې د لوی اختر په ورځو کې اوربند تامین شي

453

 د طالبانو یو پخوانی چارواکی وایي، که څه هم لا طالبانو په دې اړه څه پرېکړه نه ده کړې، خو د دې شونتیا شته چې په را روان لوی اختر کې اوربند وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، حکومت تل د سولې مخامخ خبرو پیل لپاره خپل ښه نیت څرګند کړی. د دې وزارت په وینا طالبان هم باید د تاوتریخوالي په کمولو او د پاتې بندیانو په ازادولو سره د سولې خبرو ته لار هواره کړي. خو طالبان وایي، تر هغې چې د دوی پاتې بندیان ازاد نه شي د حکومت بندیان به هم ازاد نه کړي.

دغه ډله زیاتوي که بندیان یې ورخوشې شي، له اختر وروسته به نېغ په نېغه د سولې خپلمنځي خبرې پیل کړي. د ملګرو ملتونو له غوښتنې وروسته چې له ښکېلو خواوو یې د لوی اختر مخې ته د جګړې درېدو غوښتنه کړې وه، د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وایي، ډېره شونې ده چې طالبان په لوی اختر کې اوربند وکړي.

اخوا بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، حکومت تل د سولې مخامخ خبرو پیل لپاره خپل ښه نیت څرګند کړی. د دې وزارت په وینا طالبان هم باید د تاوتریخوالي په کمولو او د پاتې بندیانو په ازادولو سره د سولې خبرو ته لار هواره کړي. خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټوېټ کې ویلي، تر هغې چې د دوی پاتې بندیان ازاد نه شي، دوی د حکومت پاتې بندیان نه ازادوي. شاهین زیاتوي که د دوی پاتې بندیان ازاد شي له لوی اختر وروسته به سمدلاسه د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.

طالبانو تر دې مهاله د حکومت ۸۶۱ او حکومت د طالبانو ۸۴۰۰ بندیان ازاد کړي. خو نږدې ۶۰۰ بندیان ځکه نه ازادوي چې په وینا یې درانه جرمونه لري.

خبریال : بهادر خان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008