وروستي خبرونه

کابل کې به ژر یو نړیوال کرکټ لوبغالی جوړ شي

452

 د کرکټ بورډ رهبرۍ شورا غړي ضیاالحق امرخېل دغه خبره په هغه ستاینغونډه کې وکړه، چې د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق لپاره جوړه شوې وه.

امرخېل ویلي، د دې لوبغالي چارې به ژر پیل شي. کریم خان صادق چې ملي لوبډله کې له ۲۰۰۹زېږدیز کال راهیسې د الراونډر په توګه لوبې ترسره کولې، څو ورځې وړاندې یې استعفاء وکړه. صادق په زړورې توپ وهونې ځانګړی نوم درلود. افغانستان کې د کرکټ یو له پیلېدونکو لوبغاړو کریم صادق دی، چې ملي لوبډلې سره د الراونډر په توګه له شاوخوا یولس کاله کرکټ وروسته یې استعفاء وکړه.

کریم صادق له ۲۸ کلونو راهیسې کرکټ ته مخه کړې، چې له ۲۰۰۹زېږدیز کال راهیسې ملي لوبډلې سره د الراونډر بېلابېلو لوبې ترسره کړې. صادق وایي، نویو لوبغاړو ته د وخت ورکولو لپاره یې استعفاء وکړه. په همدې ستاینغونډه کې پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د کرکټ بورډ د رهبرۍ شورا غړي ضیاالحق امرخېل وویل، ژر به کابل کې په نړیوالو معیارونو برابر د کرکټ یو لوبغالی جوړ شي.

که څه هم لا کریم خان صادق ته په بورډ کې د نوې دندې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دی وایي، که بورډ کې ورته ځای ورکړل شي، د نویو لوبغاړو سره به خپلې تجربې شریکي او راتلونکو لوبو لپاره به یې په ښه ډول وروزي.

خبریال : بهادر خان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008