وروستي خبرونه

د چارو یو شمېر څارونکي کابل بانک کې د شوي فساد د قضیې په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي

451

 کابل بانک کې د شوي فساد په اړه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی و، محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د دغې قضیې پر بیا څېړنې ټینګار وکړ.

خو دې ورستیو کې د چارو یو شمېر څارونکي د دغې قضیې په اړه د شویو پلټنو د پایلو غوښتونکي دي. د فساد دغه قضیه چې د فساد په برخه کې د هېواد په کچه تر ټولو لویه قضیه ګڼل کیږي، په کې ډېر کسان راټاله وو او تر ډېره حده په کې د بانک غټ ونډه وال شېر خان فرنود، خلیل فیروزي، حاجي کاتب، حاجي حسین او یو شمېر نورو په ګډون د پخواني ولسمشر ورور محمود کرزي ته هم ګوته نیول کېده، خو محمود کرزي ژوندون ته د دغې قضیې په باب هغه مکتوب په لاس ورکړی، چې په کې د هغه د ټکټانې د پور قضیه تصفیه شوې ګڼل کیږي.

کابل بانک کې د فساد مسله د هېواد په کچه تر ټولو لویه قضیه ده، چې له کلونو راهیسې یې د څېړنې او سپړنې په اړه بېلا بېلو وختونو کې خبرونه خپریږي. د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې یو وار بیا د دغې قضیې د سپړنې په موخه ځینې اوازې خپرې شوي دي.

د کابل بانک دغه قضیه کې یو وار مخکې محکمې د ځینو ونډوالو د پانګې کنګلولو امر هم کړی و، خو محمود کرزي بیا ژوندون ته د محکمې هغه مکتوب په لاس ورکړی، چې له مخې یې د نوموړي د ټکټانې د پور قضیه تصفیه شوې ښکاري. محمود کرزي هر وار په دې قضیه کې د ده ښکېلولو ته په اشارې سره وایي، چې یو شمېر امریکایان او په کور دننه د پخواني ولسمشر حامد کرزي ځینې مخالفین غواړي، له دې لارې خپل سیاسي غچ واخلي، نو ځکه پر ده دا ډول تورونه پورې کوي.

یو شمېر نور کارپوهان هم په دې نظر دي، چې د کابل بانک په قضیه کې بار ـ بار د محمود کرزي نوم اخیستو تر شا سیاسي انګېزې شتون لري. د دوی په خبره د کابل بانک په فساد کې اصلي ښکیل خلک هغه څوک دي، چې له دې بانک څخه یې تر لسو میلیونو ډالرو پورته پیسې ایستلي او یا ورته منسوبې دي. محمود کرزی وايي، د کابل بانک موضوع او په هغه کې د ده په اړه لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري او اصلي موخه یې دا ده چې افغانستان ته د نړیوالو لخوا د راغلو یو ټرېلیون ډالرو څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.

کابل بانک د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د درغلیو له رسوا کېدو او د ژور کړ کېچ تر راپېداکېدو وروسته د افغان دولت له لوري وتړل شو، چې وروسته یې د نوي کابل نانک په نوم د دولت تر چتر لاندې په فعالیت پیل وکړ.

خبریال : میوند سالارزی / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008