وروستي خبرونه

هرات کې د پاشدان د اوبو ګرځوني بند رغنیزې چارې ډېرې ګړندۍ شوي

450

 د پاشدان رغنیز بند مسوولین وایي، د دی بند د جوړولو چارې د پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي او ممکن په نږدې وختونو کې بشپړې شي.

د پاشدان بند چې د هرات ښار شمال ختیځ ته په ۲۰ کیلو مترۍ کې پروت دی، د هېوادوال رغنیز شرکت لخوا یې د رغېدو چارې روانې دي، چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او اوبو مدیریت کولو ترڅنګ د برېښنا په تولید کې هم مهم رول لري. د پاشدان بند د رغېدو چارې د هېوادوال په نوم د یوه افغان شرکت لخوا په چټکۍ سره د هرات په ولایت کې روانې دي. د دې شرکت ولایتي مسوول محمد عارف اڅکزی وايي، اړونده کمپنۍ یې په پوره ایماندارۍ او ملي منافعو ته د ژمنتیا له امله هڅه کوي، چې د بند د رغېدو چارې تر ټاکل شوي وخت مخکي پای ته ورسوي.

د اڅکزی په خبره یو شمېر کړۍ غواړي چې د پردیو په لمسون د دې ملي پروژې پر وړاندي ستونزې رامنځته کړي، خو دوی ژمن دي چي دا پروژه به په بریالۍ توګه پای ته رسوي.

د پاشدان ترڅنګ د یو شمېر کلیو د شوراګانو غړي د هېوادوال ساختماني کمپنۍ د کار چټکتیا له امله د خوښۍ ترڅنګ وايي، د بند په رغېدو سره یې په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته کیږي.

ځايي انجینران وايي، د بند د رغېدو چارې په نړیوالو استندردونو پرمخ رواني دي او د کار کېفیت په ورځني ډول د اوبو او برېښنا وزارت لخوا څارل کیږي. د پاشدان بند جوړل یواځي د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې مهم نه، بلکی د هرات ښار په زرغونوالي او د هوا پاکولو او برېښنا په تولید کې به هم اساسي رول ولوبوي.

خبریال : عتیق الله مطمین / هرات

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008