وروستي خبرونه

د دردونو فوران ؛ | لیکنه: محمد اسمعیل یون

449

په یوه حساب پنځه دېرش او په بل حساب شل کاله کېږي چغې وهم ، چې پښتون ځورول کېږي پښتون وژل کېږي ، پښتون تباه دی او پښتون لا پسې تباه کېږي، خو یو زیات شمېر پښتنو او اکثرو ناپښتنو د نشنلیست ، متعصب او فاشیست په نوم تورن کړم ، خو ما د خپل وس تر وروستي بریده د پښتنو د مظلومیت چغه پورته کړه او د داسې ظلم انځور مې تر خپله وسه وکاږه چې د غوړه مال او ځانساتي پښتون ضد واکمن پښتون او د پښتنو د شعوري مخالفینو د ګډ نا مشروعو تعامل په نتیجه کې رامنځته شوی و.

که کرزی او غني له عقله نه ، بلکې له نسله پښتانه نه وای ، نو په ټول عمر کې به په دې سیاسي ظرفیت ، دې څوکۍ ته نه وای رسېدلي ، خو د کوم قوم په برکت چې دوی واک او ځواک ته ورسېدل ، تر ټولو زیات یې پښتانه په کې خوار او زبون کړل ، ان د چنګېزخان پر وخت هم پښتانه دومره نه وو کړول شوي ، لکه د دوی په واکمنۍ کې . تر ټولو دردوونکی حالت بیا دا دی چې د دې بدمرغیو پړه هم د همدې چارواکو او د هغو د اړوندو غوړه مالانو له خوا پر همدې پښتون قوم اچول کېږي.


نن چې په بغلان کې یو پښتون مشر او سپینږيري په عامه غونډه کې خپلې جامې ووېستلې ، دا په واقعیت کې د ټول پښتون قوم د دردونو او نه بیانېدوونکو غمونو یو رښتینی انځور دی.
پښتنو مشرانو او کشرانو ، چارواکو او بېواکو ! ځان به نه تېرباسو ، د ټولنې دردوونکی واقعیت همدا دی چې نن په بغلان کې حسن خان څرګند کړ. زما په ګډون به ډېر نور پښتانه هم له داسې دردوونکي حالت سره مخامخ شوي وي ، خو څرنګه چې موږ سره خپل قلم کله کله ملګرتیا کوي او رسنیو ته لاسرسی لرو ، نو ځکه د خپلو غمونو په بیان کې داسې یو دردوونکي فوراني حالت نه یو رسېدلي.
د ډېر درد او غم خبره دا ده چې د پښتنو او د ټول افغانستان د سالمیت لومړۍ درجه شعوري مخالفین د دولت پر لومړیو او اساسي څوکیو ناست دي او د نا شعوره پښتون پاچا له خوا ورته د پښتون وژنې او هېواد ورانونې په پار مکافات ورکول کېږي او که پښتون بیا د دې بې عدالتۍ په مقابل کې غږ پورته کړ ، نو هغه بیا د نشنلیست ، متعصب او د ملي وحدت د مخالف په نوم په شلو تورونو تورن شي . درباري غوړه مالان د دې پر ځای چې د ولس ننګه وکړي ، یو دم خولې وازې کړې چې ولسمشره زر کلن شې او هېڅ بدیل نه لرې…

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008