وروستي خبرونه

د ډاکټر عبدالله کوم نوماند وزیران د وزیر کېدلو وړتیا نلري؟

448

 لیکنه: ایمل نیازی

له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ترسره شوي سیاسي هوکړي له مخي باید هر لوری د کابیني پنځوس سلنه غړي معرفي کړي.

ډاکټر عبدالله د همدي پنځوس سلنه غړو د معرفي کولو په تړاو لمړی پخپل ټیم کې له ډېرو چلنجونو او ختلافاتو سره لاس او ګریوان و. خو اوس چې یې خپل لېسټ چمتو کړی، اوس یې بیا ارګ نه مني.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ډاکټر عبدالله له لوري په معرفي شویو کسانو کې ډېری یې د وزیر کېدو وړتیا نلري. په دې لیسټ کې ارګ له لاندي کسانو سره اختلاف لري.

په داسي حال کې چې دا کسان د ولسمشریزو ټاکنو په مهال ډېر فعال او د ولسمشر غني په وړاندي يې له توندو ادبیا تو څخه کار اخیستل. په دې کسانو کې فضل احمد معنوي، د عدليي وزارت نوماند وزیر، نور الرحمان اخلاقي، د کډوالو چارو وزارت نوماند وزیر او معصومه خاوری د مخابراتو وزارت نوماند وزیره د لېسټ هغه کسان دي چې ارګ ورسره مخالفت لري او ویلي یې دي، چې د وزیر کېدلو وړتیا نلري.

خو سپیدار بیا ویلي، د ارګ له لوري هم ځیني معرفي شوي کسان د وزیر کېدلو وړتیا نلري او ارګ صلاحیت نلري، تر څو زموږ په لیسټ کې تغیرات راولي. خو دا چې د وزیر کېدلو لپاره څه معیارونه اړین دي او دا نوماند وزیرانو کوم معیارونه ندي پوره کړي، مشخصا یې یاودنه نده شوي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008