وروستي خبرونه

د خوشال سادات د ګوښه کېدو پټ لامل څرګند شو!

447

لیکنه: ایمل نیازی

جنرال خوشال سادات د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین په توګه دنده ترسره کوله، چې پخپله دنده کې تر ډېره بریالی و او په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ ملاتړ څخه برخمن و.

د وسلوالو مخالفینو په وړاندي به یې خطرناک عملیات ترسره کول او په کابل کې یې لنډغر او غله هم تر ډېره کنټرول کړي و. خو څه موده وړاندي د ناڅرګندو دلایلو پر بنسټ باندي له خپلي دندي ګوښه شو.

دا چې خوشال سادات څنګه او ولي له دندي ګوښه شو؟ د ګوښه کېدو لاملونه یې څه و؟ په دې تړاو تراوسه پوري دقیق معلومات نه و، خو په ټوله کې له دې کار سره په ټولنیزو رسنیو کې په حکومت زیاتي نیوکي وشوي. خو اوس د خوشال سادات د ګوښه کېدو اصلي لامل په ګوته شو.

په دې وروستیو کې له خوشال سادات څخه وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم له دندي ګوښه شو. نوموړي دوه ورځي وړاندي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې د کورنیو چارو وزیر په مرګ ګواښلی او ورته ویلي یې دي چې د خوشال سادات په برخلیک به یې اخته کړي.

د رحیمي په وینا چې د کورنیو چارو وزیر ورته ویلي، خوشال سادات هم له ما سره ځان وواهه په داسي برخلیک مې اخته کړ چې بیا یې چا نوم هم وانخیستل. که چیرته ته هم له ما سره ځان ووهي نو په ورته برخلیک به دې اخته کړم. له دې نه څرګندیږي چې خوشال سادات په ګوښه کېدو کې د کورنیو چارو د برحاله وزیر لوی لاس و.

ځکه خوشال سادات د شمال ټلوالي او په کابل کې د لنډغرو لپاره یو سرخوږی و، خو برعکس مسعود اندرابي بیا د همدي ټلوالي غړی دی. څو ورځي وړاندي ډاکټر عبدالله له لوري نوموړی یو ځل بیا د کورنیو چارو د نوماند وزیر په توګه معرفي شو.

خو یوازي د کورنیو چارو د وزیر کار نشي کېدای، بلکي په دې کې ډاکټر عبدالله او د ولسمشر لمړي مرستیال امرالله صالح هم خامخا خپل رول درلود.

ځکه د خوشال سادات ځایناستی هم ویل کیږي، چې د امرالله صالح په فرمایش مقرر شوی دی.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008