وروستي خبرونه

ښایي د کورونا وبا واکسین د راتلونکي کال تر پیل پورې وړاندې نه شي

445

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي سره له دې چې د کوویډ19 ناروغۍ کلینیکي ازموینو کې پرمختګونه شوي خو ښایي واکسین د راتلونکي کال تر پیل پورې وړاندې نه شي. د روغتیا نړیوال سازمان د اضطراري برنامې اجراییوي مدیر مایک رایان ویلي چې د 2021 کال پیل لپاره د کورونا ویروس نوی واکسین تمه نشي کیدای.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په بیلابیلو څیړنیزو پروژو کې ساینس پوهانو د کوویډ 19 واکسین په وده کې د پام وړ پرمختګ کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان د اضطراري برنامې اجراییوي مدیرهمداراز زیاته کړي د کورونا ویروس د نوي ډول واکسین پراختیا لپاره ډیری څیړنېزی پروژې اوس د کلینیکي آزموینې وروستی مرحلو ته رسیدلي که چیرې واقعیا وکتل شي نو د راتلونکي کال تر پیل پورې د کورونا ویروس لپاره به نوي واکسین وړاندې نه شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008