وروستي خبرونه

پر پښتنو د روان ظلم د درد له امله یې ځان بربنډ کړ

12

 دوی په شمال کې مېشت پښتانه د خپل ژوند د خوندیتوب غوښتونکي دي، دوی په یوې خبري غونډه کې پر حکومت هم نیوکه کړې، چې هېواد کې یې د دوی ژوند خوندیتابه لپاره هېڅ پام نه دی کړی.

دغو پښتنو مشرانو له ولسمشر غني هم غوښتنه وکړه، چې د له دوی سره دې خپلې کړې ژمنې پوره او د مشرانو د ژوند خوندیتابه لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي. دا په شمال کې له پښتون قوم سره د روان زور – زیاتي ترجماني ده.

حاجي حسن چې په شمال بغلان ولایت کې یو قومي مشر دی، خپله سیمه کې د بېلابېلو ډلو – ټپلو له لوري په سیستماتیکه توګه پر پښتنو له روان ظلمونو تنګ راغلی. یواځې شمالي ولایتونه نه، بلکې دغلته د هېواد له ۳۴ ولایاتو راغلي مشران د خپل ژوند خوندیتوب غوښتونکي دي.

د دوی په خبره حکومت د دوی د مشرانو ژوند خوندیتابه لپاره هېڅ پام نه دی کړی. د دوی په خبره شمال کې یو شمېر حکومتي کړۍ په لوی لاس د تذکرو په ترلاسه کولو کې کوچیانو ته خنډونه جوړوي. دغو مشرانو له مرکزي حکومته د دغه ډول کړنو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دوی په یو ۱۵ ماده ییز پرېکړه لیک کې له حکومته په ټولو دولتي ارګانونو او ادارو کې د میلتي شمولیت او عدالت غوښتنه وکړه. دغو پښتنو قومي مشرانو پر حکومت غږ وکړ که د دوي غوښتنه ونه منل شي، په مدني خوځښتنو به لاس پورې کړي او د اعتراضونو ترڅنګ به له حکومت سره راشه – درشه او اړیکې هم پرې کړي.

خبریال : وسیم تلاش / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008