وروستي خبرونه

امریکا سره به په امنیتي تړون له سره غور وشي

440

د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي، چې ولسي جرګه چمتو ده څو له امریکا سره پر امنیتي تړون له سره غور وکړي.

د کټوازي په خبره هېواد کې په دې وروستیو کې نا امنۍ ډېرې شوې دي، پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي او له افغانستان د امریکا د نه دفاع له امله چمتو دي چې له دغه هېواد سره شته امنیتي تړون لغوه اعلان کړي. کټوازی وایي د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پر بنسټ واشنګټن اړ دی چې افغان خاورې ته د بهرني تهدید د متوجه کېدو په صورت کې له افغانستان دفاع وکړي، خو سره له دې چې دوی دلته حضور لري پاکستان پر افغان خاوره بریدونه کوي، ددې تر څنګ وسلوالو طالبانو هم پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي خو امریکا له یادې ډلې سره د سولې او پر یو بل د برید نه کولو تړون لاسلیک کړی دی.

نوموړی وایي، چې اوس ولسي جرګه په رخصتیو ده او په بېرته راګرځېدو سره به له امریکا سره د شوي تړون د لغوه کېدو پر سر به له سره غور وکړي.

کټوازی وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې دې ورستیو کې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د تاسیساتو جوړلو، پر کونړ د توغندیزو بریدونو او د وسلوالو طالبانو له لوري د خونړیو بریدونو په اړه د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې لاریونونه تر سره شول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008