وروستي خبرونه

ولسمشر غني هم د (نې منم) په ساري ناروغۍ اخته شوی!!

439
 لیکنه: ایمل نیازی
د 2014 له ولسمشریزو ټاکنو وروسته کله چې ولسمشر غني په دوهم پړاو کې بریالی اعلان شو، نو د نوموړي مخکښ سیال ډاکټر عبدالله چې اوس مهال د مصالحي عالي شورای رئیس او په تیر حکومت کې د اجرائیه رئیس و، د ټاکنو خپلواک کمېسون د دې اعلان په ځواب کې وویل چې، زه یې نه منم.
له دې کار سره ډاکټر عبدالله لمړی د افغانستان په کچه او وروسته په نړیواله کچه د ګلمرجان په نوم مشهور شو. د ګلمرجان نوم ډاکټر عبدالله ته د ټاکنو پایلو د نه منلو په بدل کې په ټولنیزو رسنیو کې ورکړل شو. خو ډاکټر عبدالله د هغې دوري تر پایه خپل دې تګلاري ته دوام ورکړ. کله چې به ولسمشر هر کار کول، نو اجرائیه رئیس او د حکومت نیم شریک ډاکټر عبدالله به ویل، زه یې نه منم. خو په 2019 کال کې یو ځل بیا هم د ولسمشریزو ټاکنو دوه مخکښ سیالان ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني و.
د ټاکنو کمېسون یو ځل بیا هم ولسمشر غني بریالی اعلان کړ او ډاکټر عبدالله بیا د ټاکنو پایلي ونه منلي. دا ځل نو پخپل دریځ نور هم ټینګ ودرید. له هغه وروسته چې کله د مصالحي عالي شورای رئیس شو، هلته یې هم له همدي تګلاري څخه کار واخیستل. د بیلګي په توګه کله چې ولسمشر د یو شمیر طالب زندانیانو له خوشي کېدو سره مخالفت وکړ، نو ډاکټر عبدالله ونه منل. خو اوس داسي ښکاري چې د (نې منم) ناروغۍ ساري وه او اوس یې ارګ ته هم سرایت کړی دی. د سیاسي هوکړي پر بنسټ په اوسني حکومت کې هم ډاکټر عبدالله پنځوس سلنه سهم لري او د کابیني نیم غړي به معرفي کوي. خو اوس چي کله ډاکټر عبدالله خپل لیسټ ارګ ته سپاري نو په ځواب کې ورته ویل کیږي، نې منم.
دا چې د نې منم تر شا کوم دلایل ویل کیږي، مهم ندي. خو مهمه داده چې دا ځل ولسمشر غني د ډاکټر عبدالله معرفي شوي کسان نه مني. په ځواب کې ورته وايي، دا کسان مو د وزیر کېدلو وړتیا نلري. په داسي حال کې چې ولسمشر غني په معرفي شویو کسانو کې هم په ډېریو یې نیوکي کیږي، چې ګواکي د وزیر کیدلو وړتیا نلري او ولسمشر غني د شخصي اړیکو، پیسو او ځینو نورو مصلحتونو پربنسټ ګمارلي دي. د کابیني د نه جوړیدو او سرپرستۍ لړۍ دوام له امله ولسي جرګه او خلک په حکومت ډېري نیوکي هم کوي. داسي ویل کیږي، چې ولسمشر غني هم نور له دې لړۍ څخه په تنګ راغلی او غواړي چې ژر تر ژره کابینه بشپړه کړي.
خو دا چې دا ځل ولسمشر غني د ( نې منم) په ساري ناروغۍ اخته شوی دی، نو ځکه ناچاره د ډاکټر عبدالله له لوري ورته لیږل شوی لیسټ نه مني. د دې ناروغۍ تر ټولو لوی عامل عقده او سلیقه بلل کیږي. ډېری وخت یو څوک د چا په وړاندي دومره عقده یې شي، چې سمه خبره یې هم نه مني.
ډاکټر عبدالله د ولسمشر غني په وړاندي دومره عقده يې شوی و، چې د ولسمشر غني سم او په ځای کارونه یې هم نه منل. دا ځل ولسمشر غني هم د ډاکټر عبدالله په وړاندي دومره عقده یې شوی، کېدای شي سم او پر ځای خبره یې هم ونه مني.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008