وروستي خبرونه

قمر ګله څوک ده؟ هغه پيغله چې طالبانو ته یې ماتي ورکړه!

438

لیکنه: ایمل نیازی

قمرګله د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ اوسیدونکي ده. د چنګاښ میاشتي په ۲۶ مه نیټه یې په کور طالبانو برید وکړ او د قمرګلې پلار او مور یې ووژل.

له هغه وروسته قمرګلې هم د خپل ځان او کشر ورور د ساتني او مور او پلار د انتقام اخیستني لپاره ټوپک واخیستل او په طالبانو یې ‌ډزي وکړي. له دې ډزو سره یې څو تنه طالبان ووژل، حتی تر دې چې د دې ولایت د طالبانو د استخباراتو مرستیال یې هم ټپي کړ.

د قمرګلې له ډزو سره سم طالبان د سیمي پریښودلو ته مجبور شول او له سیمي څخه وتښتیدل. د غور ولایتي اداري د قمرګلې دا زړورتیا ستایلي او ویل کیږي چې ولسمشر هم د دې پیغلي زړورتیا ستایلي او کابل ته یې راغوښتي ده. په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې پیغلي دا کار په پراخه کچه ستایل شوی دی.

د قمرګلي او طالبانو ترمنځ په ډ‌زو کې یو ګاونډی عبدالظاهر هم وژل شوی خو د قمر ګلي ورور حبیب الله ژغورل شوی دی.

له دې وروسته قمرګله او ورور یې خوندي ځای ته لیږدول شوي دی. د یادونې وړ ده چې د غور ولایت دتیوري ولسوالۍ د طالبانو تر ولکي لاندي ده او وسلوالو طالبانو د قمرګلي پلار د دې ډلي سره د نه همکاري په تړاو وژلی او مور یې هم په همدي ډزو کې وژل شوي ده.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008