وروستي خبرونه

وسلوال طالبان د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره هر څه ژر د خپلو پاتې بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي

436

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ژوندون ټلوېزیون سره په خبرو کې د خپلو پاتې ۶ سوه بندیانو نه خلاصون د سولې خپلمنځي خبرو د پیل پر وړاندې لوی خنډ بللی.

نوموړي پر افغان حکومت نیوکه وکړه، چې د بندیانو نه خلاصون لپاره د پلمو په کولو یې خپلمنځي خبرې له ځنډ سره مخ کړي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا پر طالبانو تور پورې کوي، چې سولې ته ژمن نه دي او د سولې هوکړې خلاف يې په بې ساري ډول تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال هم د پاتې ۶ سوه طالب بندیانو پر نه خلاصون ټینګار کوي او له حکومته غواړي، چې قانون ماتوونکي له بندخونو ازاد نه کړي. په داسې حال کې چې هېواد کې ورځ تر بلې د جګړې شدت زور اخلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په هوکړه کې ویل شوي وو، چې د حکومت او طالبانو شپږ زره بندیان به په لسو ورځو کې دننه خلاصېږي او د افغانانو ترمنځ به خپلمنځي خبرې پیل کېږي، خو د هوکړې برعکس د شاوخوا پنځه میاشتو په تېرېدو سره داسې ونه شول.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ژوندون ټلوېزیون سره په خبرو کې د مخامخ خبرو ژر پیل لپاره د خپلو پاتې بندیانو پر خلاصون بیا ځل ټینګار وکړ.

د ده په خبره طالبانو تر دا دمه ۸۶۱ حکومتي بندیان خوشي کړي او لا یې هم دغه بهیر ته دوام ورکړی. نوموړی له افغان حکومته غواړي، چې د سولې پروسې پر وړاندې له خنډونو جوړولو تېر او ژر د خلمنځي خبرو پیل لپاره پاتې طالب بندیان ازاد کړي. خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې حکومت سولې ته پوره ژمنتیا لري.

صدیقي پر طالبانو نیوکه کړې، چې د سولې هوکړې خلاف يې نه یوازې تاوتریخوالي ته زور ورکړی، بلکې د سولې لپاره یې تر دا مهاله خپله ژمنتیا هم نه ده ښودلې.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال میرزا کټوازي هم د ۶ سوه طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت څرګند کړ او له حکومته يې وغوښتل، چې قانون ماتوونکي او په جرمونو تورن کسان دې د خلاصولو پرځای مجازات کړي. په داسې حال کې چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي د تاوتریخوالي ډېرښت له امله پر طالبانو له هوکړې څخه د سرغړونې تور پورې کړی، د بهرنیو چارو چارسمبالی حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د سولې روان بهیر، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادلې، د خپلنځي خبرو د چټک پیل او تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او خبرې کړي، خو لا هم د خپلمنځي خبرو د پیل او د پاتې طالب زندانیانو د خلاصون برخلیک نامعلوم دی.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008