وروستي خبرونه

بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان په اړه ملګرو ملتونو ته شوی شکایت په جدي ډول څاري

433

 دغه وزارت وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د تاسیساتو جوړولو او پر کونړ د راکیټي بریدونو په اړه یې دغه هېواد او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته کړی شکایت څاري او هڅه کوي، چې پاکستان او ملګرو ملتونو سره په ګډه دغه ستونزې هوارې کړي.

له دې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي وو، چې د پاکستان بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. د چارو څارونکو په وینا پاکستان دې بریدونو سره غواړي افغانستان تر ګواښ لاندې راولي او خپلو شومو موخو ته ورسیږي. د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې اغزن سیم او په دې وروستیو کې د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا د دغو دروازو جوړېدو د خلکو غوصې راپارولي. که څه هم د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ختیځو ولایتونو ته په خپل سفر کې د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ناقانونه کړنو او پر کونړ د راکیټي بریدونو په اړه وویل چې بې ځوابه به پاتې نه شي، خو خلک پر حکومت نېوکه کوي چې په دې اړه کوټلي ګامونه نه اخلي.

د چارو یو شمېر څارونکي وایي، پاکستان دغه بریدونه د دې لپاره کوي چې افغانستان تر ګواښ لاندې راولي او خپلو شومو موخو ته ورسيږي. دغه څارونکي د پاکستان د وروستیو ناقانونه کړنو په اړه امریکا او نړیواله ټولنه هم ملامتوي چې ګواکې افغانستان سره د ستراتیژیکو تړونونو سره سره لا هم د پاکستان پر یرغل سترګی پټوي.

بهرنیو چارو وزارت چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان د توغندیزو بریدونو او پر ډیورنډ فرضي کرښې د ناقانونه تاسیساتو جوړولو په اړه یې پاکستان او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی وایي، دغه شکایت په جدي توګه څاري او له پاکستان او ملګرو ملتونو سره په ګډه د دې ستونزو حل ته کار کوي.

پر ډیورند فرضي کرښې تاسیسات او د دې کرښې په اوږدو کې پر پرتو سیمو د پاکستان توغندیز بریدونه نوي نه دي بلکه د معلوماتو پر بنسټ په ډېرو دغو سیمو پاکستان څو کېلو مټره دېخوا اغزن سیم تېر کړی او لا هم دغه چاره روانه ده.

خبریال : بهادر خان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008