وروستي خبرونه

له افغانستانه په بشړ ډول د امریکایي پوځیانو د وتلو پرېکړه د دغه هېواد د استازو له لوري په اکثریت سره تایید شوې

431

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ګڼو امریکایي استازو هغه طرحه تایید کړې، چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي.

دغه طرحه د ۱۰۹ استازو له لوري په اکثریت رایو تایید شوې، چې باید د راتلونکي کال تر اپرېل پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او په دې توګه روانه شل کلنه جګړه ختمه شي. د غو سناتورانو ویلي چې د افغانستان د سولې روانې هڅې دې چټکې او په هغو لارو چارو دې غور وشي، چې بیاځلې افغانستان د ترهرګرو په ځالو بدل نه شي. دوی وایي نور دې په افغانستان کې د مالي او ځاني تلفاتو لړۍ پای ته ورسول شي او ټول امریکایي سرتیري دې خپل هېواد ته ستانه شي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008