وروستي خبرونه

په لسو ولایتونو کې د نږدې اووه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت سړکونه او پلونه جوړیږي

428

 د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کلیوالي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره د ۲۲ پروژو تړونونه لاسلیک کړل، چې له مخې به یې کلیو کې ۹۱ کیلو مټره سړک او ۱۸۸ متره پلونه جوړ شي.

د یاد وزارت په وینا اوسمهال هېواد کې د دوه میلیارده او ۶ سوه افغانیو په ارزښت د کلیوالي سړکونو او پلونو ۵۲ پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

اخوا بیا د ولسي جرګې استازي له دې وزارت وغوښتل، چې باید متوازنه پراختیا په نظر کې ونیول شي. د نږدې اووه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د تړونونو لاسلیک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر له کلیوالي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره د لسو ولایتونو په کلیو کې د ۹۱ کیلومتره سړک او ۱۸۸ متره پلونو جوړولو ۲۲ پروژې لاسلیک کړې.

له دغو پروژو یوه یې د بدخشان پامیر ولسوالۍ کې د ۴۸ کېلو مټره په اوږدوالي جوړیږي. د یاد وزارت په وینا د دې سړک ۶۰ کیلو مټره جوړ شوی چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به له چین سره سرحدي ولسوالۍ پامیر له بدخشان سره ونښلول شي. د یاد وزارت په وینا اوسمهال هېواد کې د دوه میلیارده او ۶ سوه افغانیو په ارزښت د کلیوالي سړکونو او پلونو ۵۲ پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

اخوا بیا د ولسي جرګې استازي له دې وزارت وغوښتل چې باید متوازنه پراختیا په نظر کې ونیول شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي لار جوړونې پروګرام تر دې دمه په ټولو ولایتونو کې ۷۳۱۰ کیلو مټره سړک او ۹۰۱۵ متره چې ۲۸۲ پلونه کیږي جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

خبریال : بهادر خان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008