وروستي خبرونه

د بندیانو نه خلاصون مسلې د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې

427

 د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، حکومت د ۶ سوه طالب بندیانو په نه خلاصون سره غواړي، چې د سولې بین الافغاني خبرې سبوتاژ کړي. بل خوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاتوي، چې سولې ته بشپړه ژمنتیا لري او طالبان دې، چې تاوتریخوالي ته يې دوام ورکړی او سولې ته ژمن نه دي. د جرګې د مشر په خبره که هر څوک د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي د افغانانو دښمنان دي او نه باید بین الافغاني خبرې وځنډېږي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د ۶ سوه بندیانو خلاصون پرسر جنجال لا هم دوام لري او طالبان پرته د بندیانو له خلاصونه د خپلمنځي خبرو پیل ناشونې بولي، خو حکومت بیا د طالبانو پاتې بندیان نه ازادوي. د مشرانو جرګې غړي وايي، حکومت د ۶ سوه طالب بندیانو په نه ازادېدو سره د سولې خبرو ته رېښتېنې اراده نه لري نو ځکه حکومت د پاتې بندیانو نه خلاصون یوه پلمه ګرځولې. ځیني سناتوران بیا زیاتوي، د طالب بندیانو په خوشي کېدو سره د جګړې ډګر ګرم شوی او که حکومت پاتې بندیان خلاص هم کړي نو طالبان به د بین الافغاني خبرو پیل پر وړاندې نورې پلمې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، د سولې خبرو ته بشپړ چمتوالی لري، خو د طالبانو تاوتریخوالي ډېرښت ښيي، چې سولې ته ژمن نه دي.

د مشرانو جرګې رییس په خبره د سولې پروسې پروړاندې د خنډونو جوړوونکي ټول د افغانانو دښمنان دي. افغان حکومت بیا ویلي، ۶ سوه طالب بندیان، چې لوی جرمونه يې کړي نه خوشي کوي، خو په خبره يې د خپلمنځي خبرو پیل ته بشپړ چمتوالی لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا هم د مخامخ خبرو پر پیل ټینګار کړی او غوښتنه يې کړې، چې باید هېڅوک د خبرو پیل ته خنډونه جوړ نه کړي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008