وروستي خبرونه

ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ

426

د ولسي جرګي غړي وايي، حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د اساسي قانون ۹۱ مادې خلاف دی او د پراخ فساد د رامنځته کېدو وېره شته. خو بل لور د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسي جرګې وړاندې تر دې دا پروګرام رد کړي، باید په اړه یې معلومات ترلاسه او پلټنې یې کړې وای.

د صديقي په وینا د هېواد ډېری وګړی د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې له همدې امله افغان حکومت اړ دی، څو په دغه ډول سختو شرایطو کې اړمنو سره مرسته ترسره کړي.

د ملي دسترخوان د پروګرام لګښت چې د ارګ په وینا نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي، په کور دننه هم د ګڼ شمېر خلکو له لوري پرې نیوکې شوي او د دغه لګښت پرمټ یې ځانته د کاري زمينې د برابرښت غوښتنه کړې.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008