وروستي خبرونه

اروپایي ټولنې د خپلمنځي خبرو پر ژر پیل ټینګار کړی

419

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا ویلي، چې خپلمنځي خبرې باید ژر پیل شي او هېڅوک باید دغو خبرو ته خنډ جوړ نه ‌کړي. رونالډ کوبیا وایي د پاتې بندیانو پر تبادلې او اوربند د خپلمنځي خبرو په لومړیو ناستو کې بحث کېدای شي.

سره له دې چې د افغان حکومت له‌ لوري نږدې ۴،۵۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي، خو تر اوسه د طالبانو له لوري د خبرو د پیل لپاره چمتووالی نه ‌دی ښودل شوی. افغان حکومت وایي شااوخوا ۶۰۰ طالب بندیان چې جرمي دوسیې لري، نه‌خوشې کوي.

خو وسلوالو طالبانو بیا د دغو بندیانو د دوسیو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې. رونالد کوبیا وروسته له هغې د افغانانو ترمنځ د خبرو پر سمدستي پیلېدو ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې افغان حکومتي چارواکو هم د دغو خبرو پیل ته هیله ښودلې ده، خو لا هم د خبرو د پیل څرک معلوم نه‌ دی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008