وروستي خبرونه

اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو ناسته لا هم پای نه دی موندلی

418

د تازه راپورنو له مخې چې د اروپايي اتحادیې مشرانو د اقتصادي بیا رغونې په موخه ناسته تر اوسه هم پای نه دی موندلی او دوام لري، له 20 کلونو را په دېخوا دغه ناسته تر ټولو اوږده ناسته یاده شوې ده.

د اروپايي اتحادیې د 27 غړیو هېوادونو مشران هېله لري، چې د ژورو خبرو اترو په دوام سره به د دې سر مشریزې ناکامۍ مخه ونیسي. د 750 ملیاردو یورو طرحه، چې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو اقتصادونو سره مرسته کوي، کوم چې د نوي کورونا ویروس راوتلو وروسته په بې ساري ډول بحران سره مخ شي، په بروکسل کې د خبرو اصلي موضوع ده.

ټاکل شوې وه، چې د اروپايي اتحادیې مشرانو ناسته دوه ورځې دوام وکړي، خو د 55 ساعتونو خبرو اترو وروسته دغه ناسته اوس هم دوام لري. له 2000 میلادي کال نه وروسته دغه ناسته تر ټولو اوږده ناسته یاده شوې ده. 2000 میلادي کال کې هم د فرانسي په نیس ښار کې اوږده ناسته ترسره شوې وه چې اجنډا یې د ختیځې اروپا هیوادونو ته د لاسرسي لپاره د اروپايي اتحادیې تړونونو ته بیا کتنه وه.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008