شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

پاکستان حکومت په وړاندي د البدر مجاهدینو ډلې او د پښتون ژغورني غورځنګ تر منځ توپير! | عصمت تره کی

د البدر مجاهدینو ډله یو ځل بیا فعاله شوي. دې ډلي د کشمیر د ورځي په مناسبت د تیمور ګرې په سمیه کې لاریونونه کړي. داسي لاریونونه چي وسلي او سپين بیرغونه يې له ځان سره لېږدول او د پاکستان پولیسو يې امنیت نیولی و. دې ډلې د شوروي اتحاد د یرغل په مهال په افغانستان کې جګړه کوله. د کورنیو جګړو په مهال يې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حذب ملاتړ کړی و.

په لمړیو کې دا ډله د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند له لوري رامنځته شوي وه. چي وروسته بیا د دې ډلي او جمیعت اسلام ګوند تر منځ اختلافات زیاد شول. خو دا ډله له وختونو د ترهګرو ډلو په لیست کې  وه. دوۍ په تاوتریخوالي باور لري او وخت په وخت يې د ترهګریزو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

له ډیره وخته راهیسي د دې ډلي فعالیتونه کم او تر کشمیر پوري محدود شوي و. خو څو ورځي  وړاندي یو ځل بیا دا ډله ډیر په شور کې را څرګنده شوله. د دې ډلي مشر بیا هم خپلو پلویانو ته په وینا کې  وویل چي دوۍ یوازي په جهاد باور لري، له هندوستان سره د کشمیر مسله به هم یوازي د جهاد له لاري حل کوي. مګر سربیره په دې هم پاکستاني پولیسو د دې ډلي د غونډي امنیت نیولی و او ټرافیکو لاري ورته بندي  کړي وي.

برعکس د پښتون ژغورني غورځنګ چي په نه تاوتریخوالي باور لري. خپله مبارزه د بشري حقونو او ترهګرۍ په وړاندي کوي. خالي لاس سړکونو ته راوزي، د امن شعارونه ورکوي. غوښتني يې قانوني او د یو لوی قوم لپاره ژوند او انساني حقوق غواړي. د پاکستان حکومت د ټوپک په ژبه ځواب ورکوي. مشران يې په زندان کې اچوي.

د پاکستان د حکومت ټوله پالیسي او د رامنځته کیدو فلسفه همدا ده. چي منظور پښتین په څېر کسان به په زندانونو کې ساتي، خو د البدر مجاهدینو مشر بخت زمین خان په څېر کسانو ته به امنیت نیسي. همدارنګه د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان په څېر کسانو ته به میلمستیاوي کوي.

( ټول لیدونکې 13 , د نن ورځي لیدونکې 1 )