وروستي خبرونه

یو لوړپوړي چارواکي ځانمرګي بریدګر په پيسو اخیستی

405

لیکنه: ایمل نیازی

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخیل د ملي شورای له غړو او د خبریالانو د خپلواکي ټولني سره په خبرو کې ویلي، چې یو چارواکي د نوموړي د وژلو لپاره ځانمرګی بریدګر په پيسو اخیستی دی.

نوموړي ادعا کړي چې دا ځانمرګی بریدګر تر ده سبز سیمي پوري رارسیدلی هم دی. دانش کړوخیل د پژواک خبري اژانس مشر دی، چې څه موده وړاندي یې د عامي روغتیا په وزارت کې له یو لوی شوي فساد څخه پرده پورته کړه.

نوموړي ادعا کړي وه، چې د عامي روغتیا وزارت ځینو چارواکو د مصنوعي تنفس ۳۲ دستګاوي پاکستان هېواد ته قاچاق کړي دي. له دې کار وروسته نوموړی ادعا کړي چې له ډېرو ګواښونو سره مخ دی. حتی تر دې چې په دې وروستیو کې د نوموړي د وژلو لپاره یو چارواکي ځانمرګی بریدګر په پيسو اخیستی. دا چې بریدګر چا په پیسو اخیستی، کړوخیل یې نوم ندی اخیستی خو ویلي يې دي، چې د ملي امنیت شورای او ملي امنیت له ریاست سره یې خبره شریکه کړي ده.

له دې وړاندي هم ځیني سیاستوال او چارواکي په تروریستي بریدونو کې په لاس درلودلو تورن شوي وه.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008