وروستي خبرونه

د ملا عمر زوی (ملا یعقوب) ولي د طالبانو د نظامي څانګي مشر وټاکل شو؟

400

لیکنه: ایمل نیازی

 په دې وروستیو کې طالبانو په حکومت او امریکا نیوکي زیاتي کړي. امریکایان او افغان حکومت یې د دوحي د هوکړي په ماتولو تورن کړي. طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، تر اوسه پوري د دوحي د هوکړي یوازي یوه برخه عملي شوي، چې هغه له څو اډو څخه امریکايي پوځیان وتلي دي.

نور د دې هوکړې هیڅ برخه نده عملي شوي. برعکس امریکا او افغان حکومت بیا طالبان د هوکړي په نه عملي کولو تورنوي. د تاوتریخوالي زیاتوالی او د القاعده شبکي سره د طالبانو اړیکي هغه څه دي، چې د د دوحي له هوکړي څخه ښکاره سرغړوني بلل کیږي. نو که هر څومره طالبان افغان حکومت او امریکا د دې هوکړي په نه عملي کولو تورنوي، همدومره په دوۍ هم نیوکي شته. چي خپلو ژمنو ته پابند پاتي نشول.

خو په دې وروستیو کې طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې په داسي یوه زماني مقطع کې له جګړي بغیر بل اپشن نلري. له دې کار سره سم یې جګړه هم تیزه کړه او اوس ویل کیږي چې خپل فوځي مشر یې تبدیل کړی او د ملا محمد عمر زوی (ملا محمد یعقوب) یې ټاکلی دی. د دې ټولو سربیره یې په دې ورستیو کې د لویو لارو د نا امنه کولو او امنتي ساحي د راکمولو هڅه هم کړي. دا پورته ټولو قرائنو داسي معلوميږي چې طالبان بیرته له څه مودي اوربند او اورکم وروسته یو ځل بیا د جګړي میدان ته ورګرځي او جګړه تیزوي.

له همدي امله یې د خپلي جګړي د تبلیغاتي کولو او نوي پړاو د پیل د اعلان په موخه د ملا عمر زوی (ملا یعقوب) د پوځي برخي د مشر په توګه وټاکل او مشخصا یې د هغو ځایونو د نا امنه کولو هڅه وکړه، چې له تیرو شلو کلونو څخه یې په نا امنه کولو ونه توانیدو. خو دا چې طالبان ولي بیرته د جګړي میدان ته ورګرځي، لاندي درې احتماله شته:

لمړی: طالبان د سولي له هوکړي څخه ناهیلي شوي او دې پایلي ته رسیدلي، چې بیرته باید د جګړي ډګر ته وګرځي. نور د سولي هغه پروسه چې هره ورځ له نامعلومو خنډونو او ځنډونو سره مخ وي، ډېره اوږده شوه او ممکن پایله ورنکړي. نو دوۍ به بیرته د پخوا په څیر یا تر پخوا په قوت جګړي ته دوام ورکړي. په دې وروستیو کې په امریکا نیوکي یې هم کېدای شي د همدي ناهیلي توب نښي نښاني واوسي.

دوهم: طالبانو له پخوا په زور د حکومت نیولو خوبونه هم لیدل. د هغه ترڅنګ امریکا د ګټي او فتحي احساس هم ورکړی. نو کېدای شي د دوۍ نظر دا واوسي چې له امریکا سره د دوحي د هوکړي په شتون کې د افغان حکومت سره جګړي ته دوام ورکړي او د زور له لاري واک ته ورسیږي. نو له همدي امله له یو خوا قصدا هوکړي ته ژمن نه پاتي کیږي او د بین الافغاني خبرو په وړاندي خپله خنډونه رامنځته کوي او بل خوا جګړي ته دوام ورکوي.

دریم: یو احتمال هم د دې ټولو برعکس کېدای شي، که افغان حکومت د سولي پروسي ته ډېره چټکتیا نه ورکوي. د مصالحي عالي شورای چې د سولي لپاره رواني هڅي به رهبري کوي، په میاشتو یې تشکیل نه جوړیږي او دې خواته اراده کمزوري وي.

نو طالبان به په وروستیو اقداماتو سره غواړي په حکومت فشار راوړي، تر څو افغان حکومت د بندیانو د خلاصون او بین لافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ژر تر ژره تیاری ونیسي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008