وروستي خبرونه

د ړندو ښار | محمد خان ذهین

399

# ټولو خلکو پر یو بل غونډاري ویشتل، خو دا غونډاري د حافظ په څېر نالیدلي وارېدل. د دې ځای ډېری خلک نابینا وو، خو په همدې نابیناتوب یې بیا هم پر بیناوو رهبریت کاوه؛ ځکه په دوی کې به چې کوم یو لیدونکی پیدا شو او د شته نندارو لیدلی حال به یې ویلې، د ړندو له لوري به ورته سپکې_سپورې ویل کېدې او له هرې خوا به د خندا، سپکاوي او کرکې په ډزو ویشتل کېدۀ.

د دوی په لیدو مې د هغه بادشاه او وزیر کیسه رایاده شوه، چې لږ وخت له قام څخه په لرې والي یې خلک بربنډ شول. چې راغلل، خلکو د پردي او اجنبي په نوم د وژلو په پار ځغلول. تر دې چې مرګ څخه د خلاصون په موخه دوی هم ځانونه بربنډ کړل. نو د دې ځای بینایانو هم ځانونه په ړندو حسابول، څو له ځان سره په توپیر یې ړانده له کور او کلي تـُرور نه کړي. خو بیا هم د دغو ړندو جسمونه په یو مخ اوتو کړي ښکارېدل. شیک شیک لباسونو یې له ورایه خنداګانې کولې. دوی دغه ښایسته لباسونه لیدل، خو په دې لباس کې بدرنګه او د ناپوهۍ په رنګ، رنګ شوي د تور مخو له لیدلو عاجز وو؛ ځکه: دې تور مخو د پردو په مسلکي لباسونو کې لکه د پټو څونګښې په کښلو سرونو د رهبرۍ او هوښیارۍ بغارې وهلې. دلته نالوستو له لوستو ازموینې اخېستې او ناپوهو به پوهانو ته په فني او علمي کارونو لارښوونې کولې. کمیت په ډېرۍ_ډېرۍ خو کېفیت په ذره بین هم نه ښکارېده. دلته د پوهې، هنر او وړتیا پرځای رنګونه او لباسونه برلاسي وو.

هر یو به د واسطه داره ځناور په لرلو په ظاهري لباس د خلکو مخونه جلبول، خو د دغو ړندو، بدرنګو او بدخویه خلکو ناپوهي د ښایسته پَـلو لاندې د دندې په نوم عمل پوښلې وه؛ ځکه خو د دې ظاهري ښایست(دندې) په لیدو ورته د هر چا خولې اوبه پرېښودې او په غولیدونکي ډول به یې سترګې د حقیقت له لیدو عاجزې پاتې شوې. په دې ښار کې ډېرو ړندو او ناپوهو ناچلې روپۍ چلولې او د بیناوو چلېدونکې روپۍ به د کار ځای کې بې ارزښته شوې. له دې ټولو څارلو وروسته په دې وپوهېدم، چې دلته د غښتلتیا او پیاوړتیا پرځای خلک په ظاهر لیدو ړانده او د سراب بڼه یې خپله کړې. ناپوهو هغو د پوهو خلکو ځایونه اشغال کړي، آن مارشالي تر ناپوهۍ ورسېده.

د دې ټولو کارونو پایله هم همدا ده، چې دلته تل د علمیت او لیاقت پرځای قوت او قدرت بر لاسی دی او په همدې سره مو ټول ژوند د وړتیاو په توهین اشدغذاب کې تېر کړ.

#محمدخان_ذهین

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008