وروستي خبرونه

عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب ؟ په تېرو دېرشو کلونو کې یې څه کړي؟ | لیکنه: محمد اسمعیل یون

396

هر ټولنیز او سیاسي شخصیت چې ارزوئ، نو د حاکمیت او محکومیت پر وخت یې تجربه کړئ. عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب ؟ په تېرو دېرشو کلونو کې یې څه کړي؟ دا ټولو خلکو ته معلوم دي ، د هغه پر جنایتونو پرده غوړول دا په خپله تر جنایت پورته حالت دی. خو دوستم له ټولو بدرنګیو سره سره یوه ځانګړنه لري ؛ هغه دا چې د یو معلوم دریځ خاوند دی، که څه هم د ده دا دریځ د ده پر خپلو ځاني ، سمتي او قومي ګټو راڅرخي ، خو بیا هم تر نورو ، په تېره بیا تر پښتنو سیاستوالو یې دریځ څرګند دی.

زه د نړۍ پر دویم تصنعي مفکر افسوس کوم چې د خپلې واکمنۍ دوام یې د داسې سترو شرمونو په بیه واخیست ، چې ده یې د خپل محکومیت پر مهال تصور هم نه شو کولای. د غني پاچاهي به څلور کاله وروسته یا وړاندې ختمه شي. خو د دوستم مارشالي به د هغه تر مرګه وروسته هم دوام وکړي. د کرزي پاچاهي ختمه شوه ، خو دا ملت لا هم د فهیم د مارشالۍ کفاره ورکوي .

غني به نه وي ، خو د دوستم مارشالي به ډزېږي. عجیبه خو لا دا ده چې دا مارشالي هم په سیاسي چارو او د سیاسي بنبستونو د حلولو په برخه کې !؟ سړی حیران شي چې هغه کړکېچونه زېږولي او که حل کړي یې دي ؟؟ که د اخلاقیاتو برخه یې هم ور سره یو ځای کړې وای ، نو بیا به یې مارشالۍ ته تر دې هم ښه تو جیه پیدا شوې وای!؟ کله چې ښاغلي غني دا فرمان لاسلیکاوه ، نو ځان سره به یې ښه به یې خندلي وي ، چې همدا ملت ، همدا یې جمهور رییس او همدا یې مارشال!؟ دا ملت دومره کمزوری شوی ، چې زه یې قاتل ته مارشالي ورکوم ، خو دې ملت کې غوړه مالان دومره زیات شوي ، جې بیا هم په رسنیو کې همدا چغې وهي چې « بابا زرکلن شې» .

له قدرت او ځان سره د غني د لېونۍ مینې ځانګړنه د هغه نورو مامورینو او مامورګیو ته هم لېږدېدلې ده ؛ زموږ یو انډیوال و ، د غني د حاکمیت په لومړیو کې له دولتي څوکیو څخه لرې وساتل شو ، نو په خصوصي غونډو کې به یې د غني او په علني غونډو کې به یې د دوستم داسې غیبتونه کول، چې تا فکر کاوه له دې دواړو سره په عمر کې پوخلا نه شي، خو کله چې غني په یو وړوکي وزارت ونازاوه اوس یې نو د غني په صفتونو خوله نه مړېږي او د دوستم پر جنایتونو او مارشالۍ داسې غلی دی ، چې ته به وایې د سړي د لادرکۍ اعلان دې کړی وایی . نو دې ته وایي د اومغلنو سیاستوالو شخصیت ، چې هره شېبه د متضاد تغیر په حالت کی دی، کله چې دې حالت ته ګورم ، نور پر ځان هم بې باوره شم.، نو ځکه خو مې له ځوان نسل څخه هیله ده ، چې زما په ګډون د هېچا پر خبرو باور مه کوئ ، زمو عمل ته وګورئ، ښه عمل د ښه شخصیت لپاره غوره معیار دی ، نه غوړې خبرې او هوایي ژمنې.

One comment

  • Qismat khan

    July 16, 2020 at 9:06 PM

    دوستم تر هر چا زه ښه پیژنم .خو نه ی شم ویلی ځکه چه وخت تقاضا نه کوی موږ غریب خلک زر پیمالیږو او نا خبره دقبر کندی ته ځو په اشخاصو او رسالو هم باور نلرو زه یو کتاب لیکم چه هغه به زما په نه مو جودیت کی نشر ته سپارل کېږي.
    وسلام

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008