وروستي خبرونه

سرور جوادي، د خوست او پکتیا والیان معرفي کړل؛ له دې وړاندي يې احمدشاه بابا ته سپکاوی کړی و!

389

لیکنه: ایمل نیازی 

څه موده وړاندي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي اداري د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد سرور جوادي د احمد شاه بابا له نوم څخه د لوی امپراطور کلمه پاکه کړه.

په دې کار سره یې په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه را وپاریدل، د احمد شاه بابا په ملاتړ غونډي جوړي شوي او د سرور جوادي دا کار وغندل شو. ټولو په یو غږ د سرورجوادي د ګوښه کولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه. خو د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې اداري او په ټوله کې حکومت نه یوازي سرور جوادي ګوښه نه کړ، په خپله دنده هم پاتي شو او حتی تر دې چې تیره ورځ نوموړی پکتیا او خوست ته ولاړ او هلته یې نوي والیان هم معرفي کړل. احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټګر دی او د ټولو افغانانو لپاره یو ټولمنلی اتل دی، چې د بابا لقب یې هم ورکړی دی.

په دې سربیره یې اوسنی پاکستان، د هند او ایران ځیني برخي د امپراطورۍ برخي وي. چې په سیمه کې احمدشاه بابا لویه امپراطوري جوړه کړي وه او له دې سره سم یې د اوسني افغانستان بنسټ هم ایښی و. خو نه یوازي د احمد شاه بابا انځو په دولتي ادارو کې نشته، نه یوازي احمد شاه بابا رسما د افغانستان د اتل او بنسټګر په توګه معرفي نشو، بلکي په اداراتو کې داسي چلند هم ورسره کیږي، چې له نوم څخه یې د لوی امپراطور کلمه ړنګه شي او یو ډول سپکاوی ورته وشي.

د احمد شاه بابا د انځور په ځای د کابل د ورانوونکو او لنډغرو انځورونه په اداراتو کې لګول شوي دي او هغه کسان چې احمد شاه بابا او نورو اتلانو او اورزښتونو ته توهین کوي، په حکومت کې نور هم صلاحیت ورکول کیږي او نور هم پرمختګ کوي. ښه بیلګه یې سرور جوادي دی. لوی پکتیا د پښتنو ستر کور دی، د پښتنو یو اتل ته یو څوک توهین کوي او بله ورځ هلته سفر کوي او لمړۍ درجه چارواکې یې هم معرفي کوي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008