وروستي خبرونه

اړین وضاحت او سپیناوی، ګلاب منګل د ننګرهار پخوانى والي (+ویډیو)٬

په ننګرهار کې زما ماموریت او د هوايي ډګر مسله:

د ننګرهار د ولسونو او د بیلابیلو اقشارو د پرلپسې غوښتنو په اساس د هوايي ډګر پروژه زما د کاري لومړیتوبونو څخه وه. ځکه چې د ننګرهار هوايي ډګر د کابل نړیوال هوايي ډګر متبادل کیدلای شي، کله کله په اضطراري حالاتو یا هم په کابل کې د هوا حالاتو د خرابوالي له وجهې کابل ته تر ټولو نیږدې د ننګرهار هوایي ډګر څخه استفاده کیدی شي.

په ملي شورا کې د ننګرهار ولس د درنو استازو، د ولایتي شورا غړو او همدارنګه په ننګرهار کې د ملکي هوايي چلند د ادارې د دوامداره هڅو او هلو ځلو سره وتوانیدو چې دوه ځلې له مرکزي ادارې څخه د لومړنیو یا ابتدايي مطالعې، سروې او ډیزاین لپاره پلاوی ننګرهار ته راشي. پدې برخه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو له استازي ښاغلي امیرخان یار د هڅو او هلو ځلو څخه ځانګړې مننه کوم، ښاغلی یار صاحب هغه وخت د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون مشري کوله، نوموړي وکولای شول چې د ابتدايي سروې، ډیزاین او همدارنګه د هوايي ډګر د لومړنیو تاسیساتو او چهار دیوالی لپاره بودجه هم پیدا کړي.
د مقدماتي سروې لپاره مونږ ټول په ګډه چې د کابل د ملکي هوايي چلند ادارې استازي، په ننګرهار کې یې ولایتي مسؤل شجاع صاحب هم حضور درلود، د ښاغلي امیرخان یار سره مختلفو سیمو ته لاړو، چې پدې سیمو کې د روداتو ډاګ او د جلیزو دشته شامله وه، زمونږ ټول تمرکز په همدې سیمو وو.
د روداتو ډاګ ته مو ځکه ترجیح ورکوله چې هلته صنعتي پارکونه هم موجود وو، چې صنعتي پارک د هوايي ډګر سره نیږدې په راتلونکي اقتصادي انکشاف کې مهم رول لري، بل دا چې په روداتو کې د لمریزې انرژی لویه پروژه چې د هغه وخت د ماليې محترم وزیر اکلیل حکیمي په حضور کې افتتاح شوه، چون د هوايي ډګر لپاره ددې لمریزې انرژی یا برق موجودیت هم اړین وو.
په دوهم قدم کې د هوايي ډګر لپاره د جلیزو دشتې ته ترجیح ورکول کیده، چې د جلیزو دشتې لومړنی مطالعه، سروې او ډیزاین هم تر سره شوی وو

مونږ ولې د ګمبیري دشته د هوايي ډګر لپاره نه ټاکله ؟

د ګمبیري دشتې لپاره یوه بله مهمه، حیاتي او ملي پروژه په نظر کې وه، چې ددې پروژې له مخې د کنړ په سیند باندې د برښنا بند جوړول وو، چې د همدې بند یوه برخه اوبه به بیرته د کنړ سیند ته بهیږي، بله برخه به یې د یو لوی کانال په واسطه د ګمبیري دشته خړوبوي او یو څه اندازه اوبه به د درونټې بند د تقویې لپاره تویږي، چې د یوه پلوه د برښنا بند جوړول مهم وو، له بل پلوه د ګمبیري دشتې زرغون کیدل او د درونټې بند تقویه کول اړین وو، تر څو په وچکالیو کې د اوبو د کمښت سره مخ نشو.
چون د کنړ سیند باندې د برښنا بند جوړولو پروژه د مرحوم سردار داود خان د وخت پروژه وه، چې کارونه یې اوس له سره شروع شوي وو، ددې پروژې لپاره دوه ځلې د کابل څخه د اوبو او برښنا وزارت فني پلاوی او انجینران ننګرهار ته راغلل، چې پدې پلاوي کې انجینر دلاور طوطاخیل هم شامل وو، په هر ځل مې ددې پلاوي د امنیت پخاطر د کامې او خیوې ولسوالیو مسؤلینو ته جدي سپارښتنې کړي او هم مې د ننګرهار مرکز څخه ددوی د امنیت لپاره تدابیر نیولي وو، چې بالاخره دا پروژه د اوبو او برښنا وزارت لخوا منظوره هم شوه، د انجینر دلاور طوطاخیل په وینا د کنړ سیند باندې د برښنا بند جوړولو پروژه د سردار داود خان د وخت پروژه وه، ددې پروژې د سروې او ډیزاین قرارداد د یوه ایراني شرکت سره وو، انجینر صاحب دلاور طوطاخیل ما ته ددې پروژې د ډیزاین د ختمیدو مبارکي راکړه، همداراز د اوبو او برښنا وزارت د یوه مکتوب په ذریعه ددوی د پلاوي سره زمونږ د ادارې او د ننګرهار ولایت د کامې او خیوې ولسوالی مسؤلینو همکاری څخه مننه وکړه، مونږ د ولایت مقام په اداري مجلس کې هم ددې پروژې یادونه کړې، لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه دا پروژه د اوبو او برښنا وزارت رسمي پروژه وه چې له پخوا منظوره شوې وه،ددې پروژې ډیزاین تکمیل شوی، نقشې او نور اسناد یې یې موجود دي،
ددې پروژې د ډیر اهمیت په خاطر مونږ د هوايي ډګر لپاره د ګمبیري دشتې ته ترجیح نه ورکوله، ددې پر ځای مو د روداتو ډاګ او د جلیزو دشتې باندې زیات تمرکز کولو، چې پدې هکله ښاغلی امیرخان یار، د ملکي هوايي چلند استازي او ولایتي مسؤل شجاع صیب یې عیني شاهدان دي
مونږ هیڅکله د هوایي ډګر لپاره د ګمبیري دشتې په اړه مثبت نظر نه درلود، هیله لرم چې ولس او تاریخ زما په اړه غلط قضاوت ونکړي، پورته لیکل شوی جریان زمونږ د هغه وخت د اجرااتو ښکارندوی ده.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008